د غزې جګړه
3 د لوستلو دقیقې
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون درې فلسطینیان ټپیان شول، په داسې حال کې چې اسرائیلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د جوړیدو په حال کې یو فلسطینی کور ونړاوه.
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ

د روغتیا وزارت په وینا، د اوربند راهیسې په غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې لږ تر لږه ۹۸۱ فلسطینیان وژل شوي او ۳۱۰۴ نور ټپیان شوي دي.

د پنجشنبې په ورځ په غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې د یوې ښځې په ګډون درې فلسطینیان ټپیان شول، په داسې حال کې چې اسرائیلي ځواکونو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د جوړیدو په حال کې یو فلسطینی کور ونړاوه.

یوې طبي سرچینې ویلي چې یوه ښځه د سختو ټپونو له امله د ال شفا روغتون ته ولیږدول شوه، وروسته له هغې چې د شمالي غزې د بیت لاهیا لویدیځ کې اسرائیلي ځواکونو ډزې پرې وکړې.

سرچینې زیاته کړه چې د غزې ښار په جنوب ختیځ کې د زیتون په ګاونډ کې د کاشکو سړک کې د ملکي وګړو ته نږدې د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکې د چاودنې وروسته دوه کسان هم د الاحلي عرب بپټیسټ روغتون ته راوړل شول.

سیمه ییزو سرچینو وویل چې د اسرائیلو توپخانې د غزې په سویل کې د خان یونس ختیځې سیمې بمبار کړې، پداسې حال کې چې د اسرائیلو جنګي کښتیو د ښار لویدیځ ساحل د ګولیو او ډزو سره په نښه کړ. 

په مرکزي غزه کې، اسرائیلي موټرو د مغازي کډوالو کمپ ختیځو سیمو باندې ډزې وکړې، چې هيڅ مرګ ژوبله نه ده راپور شوې.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې راهیسې د اوربند سره سره، د اسرائیلي پوځ په ډزو کې لږترلږه ۹۸۱ کسان وژل شوي او ۳۱۰۴ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې د غزې په وړاندې د اسرائیلو د نسل وژنې جګړې له پیل راهیسې، شاوخوا ۷۳۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي او له ۱۷۳۰۰۰ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي، په داسې حال کې چې د سیمې د ملکي زیربناوو نږدې ۹۰ سلنه برخه ویجاړه شوې ده.

سیمه ییزو سرچینو انادولو ته وویل، په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې، اسرائیلي ځواکونو د سلفیت په لویدیځ کې د کفر الدیک په ښارګوټي کې د جوړیدو په حال کې یو فلسطینی کور ویجاړ کړ.

د ځايي سرچینو په وینا، اسرائیلي سرتیرو د پوځي بلدوزر په ملتیا د ښارګوټي لویدیځې برخې ته ننوتل او د کور د نړولو عملیات یې پیل کړل.

اسرائیلي پوځ ادعا کړې چې دغه کور د اجازې پرته جوړ شوی و، له همدې امله ونړول شو.

اسرائیل په منظم ډول د اشغال شوي لویدیځې غاړې په هغو سیمو کې د فلسطینیانو کورونه او جوړښتونه ویجاړوي چې د C سیمې په نوم طبقه بندي شوي، او ودانۍ د ودانیزې اجازې د نشتوالي په پلمه نړوي.

د ۱۹۹۵ کال د اوسلو تړون له مخې، C  سیمه د اسرائیلو تر ملکي، امنیتي او اداري کنټرول لاندې ده او د اشغال شوې لویدیځې غاړې شاوخوا ۶۰ سلنه برخه جوړوي.

دغه تړون لویدیځه غاړه په A، B او C سیمو وېشلې ده؛ A سیمه په بشپړه توګه د فلسطینیانو تر کنټرول لاندې ده، او B سیمه د اسرائیلو د امنیتي او د فلسطینیانو د ملکي او اداري کنټرول تر ګډ واک لاندې ده.

فلسطینیان وايي چې اسرائیلي چارواکي عموماً په دې سیمو کې د ودانیو د جواز ورکولو څخه انکار کوي پداسې حال کې چې په اشغال شوې ځمکو کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراخولو ته دوام ورکوي.

د فلسطین د استعمار او دیوال پر ضد د مقاومت کمیسیون د معلوماتو له مخې، اسرائیلي چارواکو یوازې د مې په میاشت کې ۷۰ د نړولو عملیات ترسره کړي چې ۱۵۵ فلسطیني ودانۍ یې اغیزمنې کړې دي، په هغو کې ۳۹ استوګنیز کورونه او ۹۹ کرنیزې ودانۍ شاملې دي.

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.