پاکستان اعلان وکړ چې له افغان خاورې څخه د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) له کشفولو وروسته یې په افغانستان کې پر ۱۰ بېلابېلو نقطو هوایي بریدونه کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ پر خپله اېکس (X) پاڼه لیکلي چې د سپټمبر پر ۲۳مه له افغان خاورې څخه ځینې ډرون الوتکې د پاکستان قلمرو ته د ننوتلو په حال کې وې چې د دوی لخوا یې مخه ونیول شوه. تارړ زیاته کړه: «پاکستان د خپل مشروع دفاع له حق څخه په استفادې سره په افغانستان کې پر ۱۰ هغو موخو دقیق هوایي او ډرون بریدونه وکړل چې د دغو ډرون الوتکو د الوځولو او ذخیره کولو لپاره کارېډلې.»
له افغان لوري «د بریدونو د سمدستي بندولو» غوښتنه
تارړ ټینګار وکړ چې له افغان خاورې څخه پر پاکستاني قلمرو هیچا ته د برید اجازه نه ورکوي او زیاته یې کړه: «د پاکستان له ملي حاکمیت څخه د هر ډول سرغړونې ځواب به سمدستي او پرېکنده وي.»
نوموړي د افغانستان له اوسني حکومته وخواستل چې سمدستي د دغسې تحرکاتو مخه ونیسي. تارړ پخپله بیانیه کې ولیکل: «پاکستان د کړکېچ د زیاتولو په لټه کې نه دی او سیمه ییزې سولې، ډیپلوماسۍ او رغندې همکارۍ ته ژمن پاتې کېږي؛ خو دا ژمنتیا باید د کمزورۍ یا د خصمانه اقداماتو پر وړاندې د بې حده زغم په توګه تعبیر نه شي.»
څه پېښ شوي وو؟
پاکستاني چارواکو تېره ورځ ادعا کړې وه چې له افغانستان څخه پر سرحدي پوستو د وسله والو بریدونه او د هغوی د نفوذ هڅې یې ناکامې کړې دي.
بل خوا، د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان دا ادعاوې بې بنسټه بللې وې او ویلي یې وو چې د افغان ځواکونو لخوا داسې هیڅ برید نه دی شوی.






















