دغه وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي، عبدالظاهر قدیر چې تېر کال په اپریل کې په نیروبي کې نیول شوی و، په ادعا سره "د مخدره توکو او وسلو یو لوی نړیوال قاچاقبر" و.
په اعلامیه کې راغلي چې قدیر په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واکمنۍ دمخه د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال و او یو وخت یې د افغان سرحدي ځواکونو د جنرال په توګه هم دنده ترسره کړې وه.
د متحده ایالاتو سرپرست لوی څارنوال، ټوډ بلانچ وویل: "په داسې حال کې چې عبدالظاهر قدیر ځان د افغانستان یو سیاسي مشر ښودلو، په حقیقت کې یې په ادعا سره د یوې جنايي ډلې مشري کوله چې په خطرناکو او روږدي کوونکو مخدره توکو او درنو وسلو یې معامله کوله."
د جنایي شکایت له مخې، قدیر متحده ایالاتو ته د سلګونو کیلوګرامو هیروینو او میتامفیتامین (شیشې) د قاچاق په اړه له یو داسې کس سره خبرې کړې وې، چې په اصل کې د امریکا د مخدره توکو ضد مبارزې ادارې (DEA) یو پټ همکار و.
همدارنګه ویل شوي چې قدیر د سلګونو درنو ماشینونو، بریدګرو ټوپکونو، سنایپر ټوپکونو، راکټ اچوونکو (RPG)، تومانچو او لاسي بمونو د پلورلو په اړه هم خبرې اترې کړې وې.
د امریکا یو تن څارنوال، جې کلیټن وویل: "د زیاتې اندازې زهرو او وسلو د قاچاق په هڅه کې... قدیر په ادعا سره یو پېرودونکي ته دوه کیلوګرامه امتحاني جوپه پلورلې وه، چې په سویلي افریقا کې تسلیم شوې وه."
کلیټن زیاته کړه: "قدیر په دې نه پوهېده چې هغه پېرودونکی په اصل کې د امریکا د مخدره توکو ضد مبارزې ادارې لپاره کار کاوه."
که قدیر د مخدره توکو او وسلو د واردولو په توطیه محکوم شي، نو د ټول عمر بند له سزا سره مخ کیدی شي.

















