افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
د یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د معلوماتو له مخې، فرانسې د هغو افغان وګړو د ډیپورټ او مستقیم اېستلو د اسانولو په موخه له طالبانو سره تخنیکي خبرې پيل کړي دي چې قانوني اسناد نه لري یا جرمي سابقه لري.
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې
فرانسې د طالبانو  له حکومت سره د افغان کډوالو د اېستلو پر سر مالي او تخنیکي خبرې پیل کړې

پاریس د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې، له کله چې طالبان بېرته واک ته رسېدلي، له کابل سره هیڅ رسمي ډیپلوماټیکې اړیکې نه لري او په کابل کې یې سفارت هم تړلی پاتې دی.

خو اوس فرانسه د اروپایي ټولنې د شاوخوا ۲۰ هېوادونو (له هغې جملې جرمني، بلجیم او سویډن) له بهیر سره یوځای شوې ده ترڅو د هغو افغانانو د بېرته استولو بهیر چټک کړي چې په محکمو کې محاکمه شوي یا مجرم پېژندل شوي دي.

یادې ډیپلوماټیکې سرچینې اې ایف پي (AFP) خبري اژانس ته وویل: «لکه د نورو اروپایي هېوادونو په څېر، له طالبانو سره تخنیکي ډیالوګ پیل شوی ترڅو افغانستان ته د هغو افغان اتباعو مستقیم اېستل اسانه شي چې په غیرقانوني وضعیت کې دي او عامه نظم ته ګواښ پېښوي.»

طالبان، چې تر اوسه د اروپایي ټولنې لخوا په رسمي توګه نه دي پېژندل شوي، هڅه کوي خپله نړیواله کچه او موقف پیاوړی کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د اژانس فرانس پرس دې پوښتنې ته ځواب ورنه کړ چې ایا د طالبانو استازي به وکولای شي د دغو اجرااتو د چټکتیا لپاره فرانسې ته سفر وکړي او که نه.

دغې ډیپلوماټیکې سرچینې د هغو کسانو کره شمیره ونه ښوده چې ممکن وایستل شي، خو یوې بلې باخبرې سرچینې وویل چې دا شمیره کېدای شي «په سلګونو» تنو ته ورسېږي.

سرچینې زیاته کړه: «دا تخنیکي ډیالوګ د افغانستان په اړه زموږ په سیاسي او اصولي دریځ کې هیڅ بدلون نه راولي. موږ د افغان ولس او په ځانګړې توګه د افغان ښځو له حقونو خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.»

د روان کال د جون په میاشت کې د طالبانو د حکومت د چارواکو او د اروپایي پارلمان د ځینو استازو ترمنځ لیدنې د بشر د حقونو د سازمانونو او د اروپایي پارلمان د چپ اړخو ډلو سختې نیوکې راپورته کړې وې.

کله چې طالبان واک ته بېرته ورسېدل، پر هېواد یې شریعت نافذ کړی، چې له امله یې ښځې له عامه ځایونو، تحصیلی مرکزونو او ډېری دندو څخه منعه شوې او له ۱۲ کلونو پورته نجونو زده‌کړې ممنوع اعلان شوې دي.

 

وپلټۍ
سي آی اې (CIA) خبرداری ورکړی چې د داخلي درزونو ژورېدل اسرائیل د کورنۍ جګړې له خطر سره مخ کوي .
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
تورکيه او پاکستان د سعودي عربستان پر وړاندې د حوثيانو د بريدونو په ځواب کې د مکې تړون فعاله کړ.
ایران ویلي دي چې له امریکا سره خبرې اترې او مذاکرات هېڅ مانا نه لري»
د امریکا یوه قاضي د ناقانونه مهاجرینو پر وړاندې د حکومت ۱.۸ میلیون ډالري نغدي جزا وځنډوله.
پر مسکو ۶۵۰ ډرون الوتکو سره  برید وشو.  دا په وروستیو دوو کلونو کې پر هېواد دویم ستر برید وو.
د ورځې مهم خبرونه
د یمن حکومت له حوثیانو څخه د پلازمینې صنعاء د بېرته نیولو لپاره د «یمن سهار» بریدونه پیل کړل
په بلغاریا کې په یو زیات شمیر دولتي ادارو کې د بمونو خبرداری ورکړ شوی دی.
یمني ځواکونو باب المندب ته نږدې ستراتیژیکې سیمې ونیولې
تورکیې د خپل ملي دفاعي سیستم د پياوړتیا په موخه یو ډير مهم تړون لاسلیک کړ.
اسپانیا لومړي وزیر  سانچیز د کور جوړولو تر طرحو وروسته له وخته مخکې ټاکنې اعلان کړې
زیلینسکي: جرمني اوکراین ته د ۱.۴۶ میلیارد ډالر د مرستې بسته برابره کړې ده
د مصر ولسمشر سیسي د سوډان له ولسمشر برهان سره  په سوډان کې د جګړې د پای ته رسولو په هڅو خبرې وکړې
سوریې اشغال شوې جولان غونډۍ ته نږدې د اسرائیلو کیندنې «ښکاره سرغړونه» وبلله او په کلکو ټکو يي وغندلې