ساینس او ټکنالوژي
3 د لوستلو دقیقې
د معلوماتو پر سر د ټیکنالوژۍ د سترو شرکتونو کنټرول ډیموکراسۍ ته "جدي ګواښ" پېښوي: هالنډۍ رسنۍ
هالنډي خبري رسنیو یو پرانیستی لیک خپور کړی او د ټیکنالوژۍ د نړیوالو شرکتونو د مخ په زیاتیدونکي تسلط له امله یې ډیموکراسۍ ته د ورپېښ جدي ګواښ خبرداری ورکړی دی؛ دا خبره د NOS خپرندویې ادارې، چې یو له ګډونوالو څخه ده، د پنجشنبې په ورځ راپور کړه.
د معلوماتو پر سر د ټیکنالوژۍ د سترو شرکتونو کنټرول ډیموکراسۍ ته "جدي ګواښ" پېښوي: هالنډۍ رسنۍ
د معلوماتو پر سر د ټیکنالوژۍ د سترو شرکتونو کنټرول ډیموکراسۍ ته "جدي ګواښ" پېښوي: هالنډۍ رسنۍ / REUTERS

د معلوماتو پر سر د ټیکنالوژۍ د سترو شرکتونو کنټرول ډیموکراسۍ ته "جدي ګواښ" پېښوي: هالنډۍ رسنۍ

په یو پرانیستي لیک کې ویل شوي: "زموږ ټولنه د ټیکنالوژۍ د نړیوالو شرکتونو د مسلط رول له امله، د حقایقو پر بنسټ او څو اړخیزو معلوماتو ته د لاسرسي واک له لاسه ورکوي."

هالنډي خبري رسنیو یو پرانیستی لیک خپور کړی او د ټیکنالوژۍ د نړیوالو شرکتونو د مخ په زیاتیدونکي تسلط له امله یې ډیموکراسۍ ته د ورپېښ جدي ګواښ خبرداری ورکړی دی؛ دا خبره د NOS خپرندویې ادارې، چې یو له ګډونوالو څخه ده، د پنجشنبې په ورځ راپور کړه.

د ایتلافي حکومت مذاکره کوونکي "سیبرانډ بوما" ته په استول شوي دغه پرانیستي لیک کې ویل شوي: "زموږ ټولنه د ټیکنالوژۍ د نړیوالو شرکتونو د مسلط رول له امله د حقایقو پر بنسټ او څو اړخیزو معلوماتو ته د لاسرسي واک له لاسه ورکوي. دا کار ډیموکراتیک ثبات او همدارنګه ستراتیژیکې خپلواکۍ او بالاخره د هالنډ امنیت ته جدي ګواښ پېښوي."

بیلا بیلو دولتي او سوداګریزو خپرندویو ادارو، ورځپاڼو، آنلاین رسنیو او د ANP خبري اژانس یادونه کړې چې خلکو ته د خبرونو او معلوماتو رسول په زیاتیدونکې توګه د هغو ټیکنالوژیکي لویو شرکتونو لاس ته لویږي چې "سوداګریزې موخې" لري او ډیموکراتیک ارزښتونه ورته ارزښت نه لري (د دوی په معادله کې ځای نلري).

په لیک کې ویل شوي: "د مصنوعي ځیرکتیا (AI) لخوا تولید شوي ځوابونه اکثره د باور وړ نه وي، ډیری وخت یو اړخیز وي او تاییدول یې ګران وي. دا سیسټمونه د لاسوهنې وړ دي او ډیری وخت داسې ناسم یا جعلي معلومات تولیدوي چې ننګول (ردول) یې امکان نلري."

خبري رسنیو ټینګار کړی چې د مصنوعي ځیرکتیا شرکتونه د خپلو تولیداتو د پایلو مسؤلیت نه اخلي، چې دا کار خلکو ته د رسیدونکو معلوماتو پر کیفیت، اعتبار او تنوع منفي اغیزه کوي.

په لیک کې ټینګار شوی: "دا نور د یوې پخوانۍ او یوې نوې برخې (سکټور) ترمنځ عادي سیالي نه ده. اوس پوښتنه دا ده چې: د عامه معلوماتو لپاره کومه ډیجیټلي زیربنا به په پای کې برلاسې شي؟"

هلته پوښتنه شوې چې ایا د معلوماتو راتلونکې به د امریکایی او چینایی ټیکنالوژیکي لویو شرکتونو د الګوریتمونو لخوا ټاکل کیږي او که د هالنډي ډیجیټلي ایکوسیستم (چاپیریال) لخوا، چیرته چې مصنوعي ځیرکتیا د باوري رسنیو ترڅنګ وده کولی شي.

دوی له حکومت څخه وغوښتل چې د معلوماتو رسونې امنیت د راتلونکي ایتلافي حکومت په جوړیدونکو بحثونو کې یوه بیړنۍ موضوع وګرځوي، او د ټیکنالوژۍ له نړیوالو لویو شرکتونو څخه د رسنیو سکتور د ساتنې لپاره یې د اروپایي قوانینو، لکه د اروپا د مصنوعي ځیرکتیا قانون (European AI Act)، د پلي کیدو غوښتنه وکړه.

 

 

 

 

 

وپلټۍ
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ