منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران وايي امریکا یې ۱۰ ماده ییزه د سولې طرحه «په اصل کې» منلې ده
د دغه هېواد د ملي امنیت عالي شورا وايي، دا وړاندیز به د هغو خبرو اترو چوکاټ وي چې د جمعې په ورځ پیل کېږي.
ایران وايي امریکا یې ۱۰ ماده ییزه د سولې طرحه «په اصل کې» منلې ده
ایران وايي امریکا یې ۱۰ ماده ییزه د سولې طرحه «په اصل کې» منلې ده / AP
14 ساعته مخکې

د ایران دولتي خبري اژانس (IRIB) د راپورونو له مخې، ایران اعلان کړی چې امریکا متحده ایالاتو د جګړې د پای ته رسولو په موخه د دغه هېواد ۱۰ ماده ییزه طرحه "په اصل کې" منلې ده.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا د چهارشنبې په ورځ وختي وویل چې دا وړاندیز به د هغو خبرو اترو د بنسټ په توګه کارول کیږي چې هدف یې د یوې پراخې هوکړې وروستي کول دي.

د ایران د دولتي خبري اژانس  د راپور له مخې، په دې وړاندیز کې لاندې مهم ټکي شامل دي:
۱. د یو بل پر وړاندې د نه تیري ضمانتونه.
۲. د هرمز پر تنګي باندې د ایران د کنټرول دوام.
۳. د یورانیمو د بډاینې (enrichment) په برخه کې د تهران د حق په رسمیت پېژندل.
۴. د امریکا د ټولو لومړنیو او ثانوي بندیزونو لغو کول.
۵. د ایران پر ضد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس (IAEA) د پرېکړه لیکونو پای ته رسول.
۶. د جګړې د تاوانونو تادیه کول.
۷. له سیمې څخه د امریکایي جنګي ځواکونو وتل.

د خبرو اترو چوکاټ
شورا ټینګار وکړ چې هره وروستۍ هوکړه د ایران د شرایطو په پوره کېدو او د جزیاتو په وروستي کېدو پورې اړه لري. د خبرو اترو په جریان کې به د هرمز له تنګي څخه خوندي تګ راتګ د ایران د وسله والو ځواکونو په همغږۍ تضمین شي.

ټاکل شوې چې دا خبرې اترې د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې د پاکستان په منځګړیتوب پیل شي او تر دوو اونیو پورې دوام وکړي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو چې واشنګټن به د دغې مودې لپاره پر ایران بریدونه وځنډوي او د تهران وړاندیز یې د بحثونو لپاره یو "عملي اساس" وباله.

ایراني رسنۍ وايي په دې طرحه کې د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې د جګړې درول شامل دي. نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې دا پلان، چې د پاکستاني منځګړیو له لارې لیږدول شوی، د یوې دایمي حل لارې په لټه کې دی او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه هراړخیزه نقشه ده.

همدارنګه په دې وړاندیز کې راغلي چې د هرمز تنګی به د سوداګریزو کښتیو پر مخ پرانیستل شي، خو له هرې کښتۍ څخه به ۲ میلیونه ډالره فیس اخیستل کیږي چې د ایران او عمان ترمنځ به ویشل کیږي. د مستقیم غرامت پر ځای، ایران پلان لري چې د ټرانزیټ له عوایدو څخه خپله برخه د هغو زیربناوو په بیارغونه کې مصرف کړي چې د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې زیانمنې شوې دي.

وپلټۍ
ایران له ځوانانو وغوښتل چې د برېښناکوټونو په شاوخوا کې انساني  زنځیرونه جوړ کړي
په استانبول کې د اسرائیل قونسلګرۍ ترڅنګ په وسله واله نښته کې ۳ تنه ترهګر له خپو وغورځول شول.
د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو د ایران پر هوايي ډګرونو او ښارونه درانده بریدونه وکړل.
ټرمپ په ايران کې د پيلوټ د ژغورنې عملیاتو په اړه  خبر خپرونکی خبریال په زندان وګواښه
اسرائیلي رسنۍ:د ټرمپ د ایران په اړه د ضرب الاجل په نږدې کېدو سره اسرائیل چمتوالی نیسي
روسیې د بالتیک هیوادونو ته سخت خبرداری ورکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران په یو شپه په لمنځه وړولو وګواښه.
د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور یو پخوانی استرالیايي سرتیری ونیول شو
د اروپايي ټولنې مشر پر ایراني ملکي زیربناوو د امریکا او اسرائیل بریدونه "غیرقانوني" وبلل
روسیې ویلي دي چې امریکا د ایران پر وړاندې باید تهدیدامیزه ژبه پایته ورسوي.
پاکستان: ایران د اوربند د وړاندیز په ترڅ کې د امریکا او اسرائیل د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې
د اوکراین په برید کې په لوهانسک کې په لسګونو کان ایستونکي تر ځمکې لاندې بند پاتې دي.
ایټالیا ته نږدې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو له امله لسګونه کسان لا درکه شوي دي
په ایران کې د ژغورنې په ماموریت کې د ویجاړ شویو امریکایي الوتکو بیه تر ۱۰۰ ملیون ډالرو لوړه ده
په غزه کې د اوربند د سرغړونو په ترڅ کې د اسرائيلو په ډزو کې یو فلسطینی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي