په بیجینګ کې د ایران سفیر، عبدالرضا رحماني فضلي، د امریکا او ایران ترمنځ د دوه اوونیز اوربند تر اعلان وروسته وویل چې چین، روسیه، پاکستان او تورکیه کولی شي په سیمه کې د تلپاتې ثبات او سولې په تامین کې کلیدي رول ولوبوي.
عبدالرضا رحماني فضلي په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل: "موږ هیله لرو چې بېلابېل لوري د دې ضمانت وکړي چې امریکا به بیا جګړه نه پیلوي." هغه زیاته کړه چې د جګړې د بشپړ درولو او د اوربند د دوام لپاره یو "د باور وړ تضمین" ته اړتیا ده.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي لکه چین او روسیه، او همدارنګه منځګړي هیوادونه لکه پاکستان او تورکیه به په ګډه کار وکړي ترڅو په سیمه کې سوله تضمین کړي.
دا څرګندونې د پاکستان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د ۱۴ ورځني اوربند تر اعلان څو ساعته وروسته وشوې. د یادولو وړ ده چې چین او روسیې د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک ویټو کړ، چې په هرمز تنګي کې یې د کښتیو د تګ راتګ د خوندیتوب لپاره د "دفاعي" اقداماتو غوښتنه کوله.
دا خونړۍ جګړه د فبرورۍ پر ۲۸مه هغه مهال پیل شوه چې اسرائیل او امریکا پر ایران بریدونه وکړل. په دې جګړه کې د ایران د پخواني ستر مذهبي مشر علي خامنهيي په ګډون له ۱۳۴۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي. ایران هم د غبرګون په توګه پر اسرائیل، اردن، عراق او په خلیج کې د امریکا پر پوځي مراکزو توغندیز او ډرون بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.










