ساینس او ټکنالوژي
3 د لوستلو دقیقې
ګوګل په هند کې د ۱۵ میلیارده ډالرو پانګه ونې سره د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتو مرکز جوړوي
د هند د جنوبي ایالت اندرا پردېش چارواکو ویلي چې د الفابېټ شرکت ګوګل به ۱۵ میلیارده ډالره پانګونه وکړي ترڅو په دغه ایالت کې یو لوی د معلوماتو مرکز او د مصنوعي ځیرکتیا مرکز جوړ کړي،
ګوګل په هند کې د ۱۵ میلیارده ډالرو پانګه ونې سره د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتو مرکز جوړوي
ګوګل په هند کې د ۱۵ میلیارده ډالرو پانګه ونې سره د مصنوعي ځیرکتیا او معلوماتو مرکز جوړوي / Reuters

په هند کې د مصنوعي ځیرکتیا د معلوماتو مرکز لپاره د ګوګل ۱۵ میلیارده ډالري پلان
توماس کوریان وویل چې په ویساکاپټنام کې د ګوګل د مصنوعي ځیرکتیا مرکز له امریکا بهر د دوی تر ټولو لویه پانګه اچونه ده او د هند ډیجیټلي راتلونکی به پرمخ بوځي.

د هند د جنوبي ایالت اندرا پردېش چارواکو ویلي چې د الفابېټ شرکت ګوګل به ۱۵ میلیارده ډالره پانګونه وکړي ترڅو په دغه ایالت کې یو لوی د معلوماتو مرکز او د مصنوعي ځیرکتیا مرکز جوړ کړي، چې دا په دغه سویلي اسیايي هېواد کې د دې شرکت تر ټولو لویه پانګه اچونه ده.

د ګوګل کلاوډ اجراییوي رئیس، توماس کوریان، په نوي ډیلي کې په یو لړ مراسمو کې په ویساکاپټنام کې د مصنوعي ځیرکتیا د مرکز د اعلانولو پر مهال وویل: «دا له امریکا بهر تر ټولو لوی د مصنوعي ځیرکتیا مرکز دی چې موږ پرې پانګونه کوو.»

کوریان وویل چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د پانګې اچونې ټوله اندازه ۱۵ ملیارده ډالرو ته ورسېږي.

د ایالتي حکومت د یوې اعلامیې له مخې، ګوګل به د ویساکاپټنام په بندري ښار کې یو ۱ ګیګاواټه د معلوماتو مرکز جوړ کړي، چې د مصنوعي ځیرکتیا زیربنا، د انرژۍ لویې سرچینې، او پراخه فایبر اپټیک شبکه به ولري.

تمه ده چې رسمي تړون به د سه‌شنبې په ورځ لاسلیک شي.

دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د لویو ټکنالوژیکي شرکتونو ترمنځ سیالي مخ په ډېرېدو ده، او دوی د مصنوعي ځیرکتیا خدماتو لپاره د ډېرېدونکې غوښتنې پوره کولو لپاره د معلوماتو د نویو مرکزونو پر جوړولو ډېرې پیسې لګوي.

د ایالت د معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر نارا لوکېش وویل، "په داسې یو پېر کې چې معلومات نوي تېل دي، دا ډول نوښتونه به یوه ستراتیژیکه ګټه وي."

په هند کې د ټکنالوژۍ په برخه کې پانګونې مخ پر زیاتېدو دي

د دې اقدام سره، ګوګل د هغو امریکايي ټکنالوژیکي لویو شرکتونو په کتار کې شامل شو چې په هند کې خپله سوداګري پراخوي.

امازون ژمنه کړې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د خپل کلاوډ زیربنا پیاوړې کولو لپاره ۱۲.۷ میلیارده ډالره ولګوي، په داسې حال کې چې د ChatGPT جوړونکی شرکت OpenAI پلان لري چې د خپل سټارګېټ (Stargate) نوښت لاندې یو ګیګاواټه د معلوماتو مرکز جوړ کړي.

د صنعت اټکلونه ښيي چې تر ۲۰۲۷ کال پورې به په هند کې د معلوماتو د مرکزونو پانګونه له ۱۰۰ میلیارده ډالرو څخه واوړي.

لومړي وزیر نریندرا مودي ټکنالوژي د هند د اقتصادي ستراتیژۍ یو بنسټ بللی، چې موخه یې د ډیجیټلي ودې له لارې له بېوزلۍ څخه د میلیونونو خلکو ایستل دي.

خو، د اوبو محدودې سرچینې او د برېښنا غیرمنظم تأمین لا هم د هېواد د زیربناوو هیلې له ننګونو سره مخ کوي.

وپلټۍ
ایران ادعا کوي چې امریکایي بې پیلوټه الوتکه یې راغورځولې او نورې الوتکې یې شا تګ ته مجبورې کړې دي
د تورکيې د پرته د چلوونکي (خودکاره) بس په اړه د رویټرز سرلیک سخت غبرګونونه وپارول
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف کې پر پوځي تاسیساتو د بریدونو په اړه امریکا ته خبر ورکړ
شهباز شریف د بیجینګ د سفر پر مهال، د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې ادارې په اړه د چین د نوښت ملاتړ وکړ
په میلیونونو حاجیان د عرفات په غونډۍ کې دعاګانې کوي
کاناډا  غزې ته  د مرستې رسونې له کاروان (فلوټیلا) د فعالانو سره  د اسرائیل 'وحشتناک چلند وغانده
امریکايي او اسرائیلي جېټ الوتکو هرمز تنګي ته نږدې پر ایراني کښتیو برید وکړ
په سوریه کې په بریالي توګه د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل
مالیزیا ویلي دي چې د عدالت پر نړۍوالې محکمه کې به د اسرائیلو پر خلاف اقامه د دعوا وکړي
نتنیاهو اعتراف کړی چې د ټرمپ د ایران پر پالېسۍ د اغېز کولو لپاره نوره هیڅ وسیله نلري
تورکیې پاکستان کې پر مسافر وړونکي ریل ګاډي ترهګریز برید چې له امله يي ستره فاجعه رامنځته شوه وغنده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ښايي نن کومه لاسته راوړنه ولري
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي
راپور: امریکا او ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې ته نږدې شوي
په پاکستان کې په بار وړونکي ریل ګاډي د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان شوي