اوسېدونکو ویلي چې د شنبې په ورځ د پاکستان د خیبر پښتونخوا په سوات ولسوالۍ کې خلک په وېره کې له خپلو کورونو بهر راوتلي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د زلزلې مرکز د افغانستان په هندوکش سیمه کې و.
دا زلزله په اسلام اباد، پنجاب او خیبر پښتونخوا کې احساس شوې ده. همدارنګه د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې هم ټکانونه احساس شوي دي.
تر اوسه د مرګ ژوبلې کوم سمدستي راپور نه دی ورکړل شوی.
د سوات یوه اوسېدونکي وویل: "زلزله دلته ډېره زوروره وه او تر ډېر وخته یې دوام وکړ." هغه زیاته کړه: "خلک له خپلو کورونو راووتل، او ښځې او ماشومان په وېره کې په ژړا لیدل کېدل."
د اروپا-مدیترانې د مرکز (EMSC) د معلوماتو له مخې، د ۶ درجې په شدت دا زلزله په ۱۰۰ کیلومتره ژوروالي کې رامنځته شوې ده.
بلخوا، د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې بیا د زلزلې شدت ۶.۱ درجې ښودلی دی.
د اروپا-مدیترانې د مرکز په وینا، د شنبې په ورځ په پاکستان کې تر دې وړاندې د ۵.۴ درجې یوه بله زلزله هم شوې وه.
د ویلو ده چې دې زلزلې د افغانستان د مزار شریف او بدخشان ولایتونه او دې ولایتونو ته نږدې پرتې د تاجکستان او پاکستان ځینې سیمې هم لړزولي دي.
ویل کیږي زلزلې د افغانستان د ننګرهار او خوست ولایتونه هم لړزولي دي.
په زلزلو کې د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو په اړه تر اوسه څه ندي ویل شوي.























