تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان د امریکا او ایران د اوربند هرکلی وکړ، پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار وکړ
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د ایران پر وړاندې د اسرائیل او امریکا په جګړه کې د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ او په عملي ډګر کې یې د هغه پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ. هغه په دې برخه کې د هر ډول تخریبي هڅو په اړه خبرداری ورکړ.
ولسمشر اردوغان د امریکا او ایران د اوربند هرکلی وکړ، پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار وکړ
ولسمشر اردوغان د امریکا او ایران د اوربند هرکلی وکړ، پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار وکړ / AA
8 ساعته مخکې

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په سیمه کې د ارامۍ غوښتنه وکړه او د اوربند وروسته یې د هر ډول "پارونکو اقداماتو" یا "سبوتاژ" په اړه خبرداری ورکړ.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ د ایران پر وړاندې د اسرائیل او امریکا په جګړه کې د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ او په عملي ډګر کې یې د هغه پر بشپړ پلي کېدو ټینګار وکړ. هغه په دې برخه کې د هر ډول تخریبي هڅو په اړه خبرداری ورکړ.

اردوغان پر خپله ایکس (X) پاڼه ولیکل: "موږ د هغه اوربند هرکلی کوو چې تېره شپه په هغې جګړه کې اعلان شو چې زموږ سیمه یې د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې ځپلې ده."

ولسمشر اردوغان ټولو هغو لوریو ته مبارکي ورکړه چې په دې اوربند کې یې رول درلود او په ځانګړي ډول یې د پاکستان هڅې وستایلې چې په دې پروسه کې یې کلیدي ونډه لرلې ده. هغه زیاته کړه: "موږ په صادقانه ډول هیله لرو چې زموږ سیمه، چې له ډېرې مودې راهیسې د جګړې، کړکېچ او ظلمونو نښې پرې پاتې دي، ډېر ژر سوله، ثبات او ارامي ومومي."

اردوغان ټینګار وکړ چې ترکیه به په کور دننه او بهر د سولې لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي او په نړیوالو فورمونو کې به خپل غږ پورته کوي.

امریکا او ایران د سه شنبې په ورځ پر دوه اوونیز اوربند موافقه وکړه. دا موافقه یوازې څو ساعته مخکې له هغه مهلت څخه وشوه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټاکلی و؛ هغه ګواښ کړی و چې که هوکړه ونشي، د ایران پر بنسټیزو تاسیساتو به لوی بریدونه وکړي.

د دې هوکړې پر بنسټ، امریکا او اسرائیل به پر ایران بریدونه بندوي او په بدل کې به یې تهران د هرمز تنګی د سوداګریزو کښتیو پر مخ پرانیزي، چې دا د نړۍ د تېلو د لېږد یوه مهمه لاره ده.

دا اوربند د ایران د هغې ۱۰ ماده ییزې طرحې په اړه خبرو ته لاره هواروي چې ټرمپ د بحث لپاره یو "عملي اساس" بللی دی. تمه کیږي چې رسمي مذاکرات ډېر ژر په اسلام‌اباد کې پیل شي، ترڅو یوې پراخې او اوږدمهاله سولې ته لاره هواره شي.

 

وپلټۍ
ایران له ځوانانو وغوښتل چې د برېښناکوټونو په شاوخوا کې انساني  زنځیرونه جوړ کړي
په استانبول کې د اسرائیل قونسلګرۍ ترڅنګ په وسله واله نښته کې ۳ تنه ترهګر له خپو وغورځول شول.
د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیلو د ایران پر هوايي ډګرونو او ښارونه درانده بریدونه وکړل.
ټرمپ په ايران کې د پيلوټ د ژغورنې عملیاتو په اړه  خبر خپرونکی خبریال په زندان وګواښه
اسرائیلي رسنۍ:د ټرمپ د ایران په اړه د ضرب الاجل په نږدې کېدو سره اسرائیل چمتوالی نیسي
روسیې د بالتیک هیوادونو ته سخت خبرداری ورکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران په یو شپه په لمنځه وړولو وګواښه.
د افغانستان په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور یو پخوانی استرالیايي سرتیری ونیول شو
د اروپايي ټولنې مشر پر ایراني ملکي زیربناوو د امریکا او اسرائیل بریدونه "غیرقانوني" وبلل
روسیې ویلي دي چې امریکا د ایران پر وړاندې باید تهدیدامیزه ژبه پایته ورسوي.
پاکستان: ایران د اوربند د وړاندیز په ترڅ کې د امریکا او اسرائیل د بریدونو د بندولو غوښتنه کړې
د اوکراین په برید کې په لوهانسک کې په لسګونو کان ایستونکي تر ځمکې لاندې بند پاتې دي.
ایټالیا ته نږدې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو له امله لسګونه کسان لا درکه شوي دي
په ایران کې د ژغورنې په ماموریت کې د ویجاړ شویو امریکایي الوتکو بیه تر ۱۰۰ ملیون ډالرو لوړه ده
په غزه کې د اوربند د سرغړونو په ترڅ کې د اسرائيلو په ډزو کې یو فلسطینی وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي