د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوري ایرسوی د انقرې په ګولباشي ولسوالۍ کې د کول هویوک په لرغونو کیندنو کې د ګاسټروپوډا فوسیل د موندل کیدو په اړه چې ۶۶ میلیونه کاله مخکې د تیتس بحیرې په غاړو کې اوسېده، وویل « نوموړی فوسیل ښايي زرګونه کاله مخکې د کولهویوک لرغونو اوسېدونکو د استوګنې سیمې ته راوړی وي، دا موندنه خورا پام وړ او زړه پورې کوي.»
وزیر ایرسوی زیاته کړه چې په کولهویوک کې یو بل خورا حیرانونکی کشف هم شوی دی.
نوموړي یادونه وکړه چې په تېرو ورځو کې په کولهویوک کې د هټیټانو (Hittite) په یوه ۴ زره کلنه لوښي کې د مېنې د ګل تر ټولو پخواني پیژندل شوي تخم پاتې شونې موندل شوې وې، او دا ځل د کولهویوک لرغونې سیمه د انقرې د میلیونونو کلونو لېرې طبعي تاریخ ته رڼا اچوي. ایرسوی په خپلو خبرو کې وویل:
«د ګولباشي د اویاجا (Oyaca) سیمې په کیندنو کې د ګاسټروپوډا فوسیل موندل شوی چې ۶۶ میلیونه کاله پخوا د تیتس سيند په غاړو کې پاتې شوی و. داسې انګېرل کېږي چې دا فوسیل د مرکزي اناتولیا د تیتس سمندرګي په وروستیو پړاوونو پورې تړاو لري. په ۵ زره کلن حاټي (Hatti) او هټیټي ښار کولهویوک کې د موندل شوي فوسیل په اړه دا احتمال چې زرګونه کاله پخوا د هغې سیمې د سیمه ییزو خلکو لخوا دلته راوړل شوی، د دغه کشف ارزښت لا زیاتوي. موږ به د ولسمشرۍ د پرېکړه لیک له مخې د درانه او د ډاکټرې دریا یلمز تکین په سرپرستۍ د کلتور او ګرځندوی وزارت او انقرې پوهنتون په استازیتوب د کولهویوک د تېر تاریخ نوي اړخونه ژوندي ساتو.»
له میلیونونو کلونو مخکې د مرکزي اناتولیا یو تاریخي نښه
ویل کېږي چې د کولهویوک په کیندنو کې موندل شوی فوسیل د یوه ښاخ لرونکي غوږوالي یا حلزون ډول دی چې ۶۶ میلیونه کاله پخوا د تیتس سیند په ساحل کې اوسېده. داسې انګېرل کېږي چې دا فوسیل د تیتس سیند د وروستیو پړاوونو پاتې شونی دی چې شاوخوا ۲۵۰ میلیونه کاله مخکې رامنځته شوی و او مرکزي اناتولیا یې هم تر پوښښ لاندې نیولې وه.
په ۵ زره کلن حاټي او هټیټي کلي کولهویوک کې دا راڅرګند شوی فوسیل ښایي زرګونه کاله وړاندې د هغه وخت د سمارټ کلي والو لخوا د استوګنې سیمې ته وړل شوی وي. دا احتمالي نظریه نوې څېړنیزې بېلګې او فرضیې پرانیزي چې څنګه یوه میلیونونه کلنه طبیعي پدیده دومره پېړۍ وروسته د کولهویوک د خلکو د استوګنې چاپیریال ته رسېدلې ده.
په کولهویوک کې د لرغونپوهنې کیندنې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ولسمشرۍ د خاصو پروژو په رڼا کې د انقرې پوهنتون او کلتور او ګرځندوی وزارت په ملاتړ د پوهندویې ډاکټرې دریا یلمز تکین په مشرۍ مخته وړل کېږي. کولهویوک چې د انقرې د لرغونپوهنې مخینې ته خورا مهم حقایق افشا کړي، دا ځل له بشري تاریخ وړاندې زمانو څخه یوه نوې نښه له ځانه سره لېږدوي.






















