د روټویل (Rottweil) څارنوالۍ او د بادن-وورتمبرګ د جنایي تحقیقاتو ادارې په ګډه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کس په لاس کې د وسلې د درلودلو له امله د توتلینګن د ښاروالۍ ودانۍ ته نږدې لیدل شوی وو چې سمدستي سیمې ته د پولیسو کشفي ټیمونه واستول شول.
د خبرپاڼې له مخې، پولیسو له نږدې ۲۰ دقیقو لټون وروسته نوموړی د ښاروالۍ ودانۍ په حوېلۍ کې وموند؛ خو تر مخامخ کېدو وروسته دغه کس په ناڅاپي ډول پر پولیسو ډزې پیل کړې.
تر دې وروسته د دواړو خواوو ترمنځ متقابلې ډزې وشوې، چې په پېښه کې یاد افغان وګړی سخت ټپي شو او د لمړنیو طبي مرستو رسولو سره سره یې په سیمه کې ساه ورکړه.
جرمني چارواکو زیاته کړې چې وژل شوی کس په توتلینګن ښار کې مېشت و او دمخه یې له قانون څخه د سرغړونې جرمي مخینه (جنایي ریکارډ) هم درلوده.
د بادن-وورتمبرګ د جنایي تحقیقاتو اډارې د پېښې د ابعادو او څرګندېدو په اړه هراړخیزې پلټنې پیل کړې دي.



























