منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
فرانسې د غزې د مرستندویه کاروان له فعالانو سره د "بد چلند" له امله پر بن ګویر بندیز ولګو
فرانسې د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر خپلې خاورې ته له ننوتلو منع کړی دی. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو دا کړنه د هغو "د نه منلو وړ اقداماتو" په غبرګون کې بللې چې د غزې په لور د روانې بېړۍ د فعالانو په وړاندې شوي دي.
فرانسې د غزې د مرستندویه کاروان له فعالانو سره د "بد چلند" له امله پر بن ګویر بندیز ولګو
فرانسې د غزې د مرستندویه کاروان له فعالانو سره د "بد چلند" له امله پر بن ګویر بندیز ولګو

پاریس له اروپایي ټولنې غوښتي چې د "ګلوبل صمود" په نوم د بېړیو په کاروان کې د اروپایي اتباعو په وړاندې د رامنځته شویو پېښو له امله پر بن ګویر بندیزونه ولګوي.

فرانسې د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتامار بن ګویر خپلې خاورې ته له ننوتلو منع کړی دی. د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو دا کړنه د هغو "د نه منلو وړ اقداماتو" په غبرګون کې بللې چې د غزې په لور د روانې بېړۍ د فعالانو په وړاندې شوي دي.

بارو د شنبې په ورځ وویل چې دا پرېکړه په "ګلوبل صمود" کاروان کې د فرانسوي او اروپايي اتباعو په وړاندې د رامنځته شویو پېښو له امله شوې ده. هغه وویل: "فرانسه د خپل اتباعو ګواښل ، ډارول او د هغوې سره هر ډول بد چلند په هیڅ ډول نشي زغملی په ځانګړې توګه د حکومت د یو برحاله وزیر له خوا."

هغه پر خپله ایکس (X) پاڼه ولیکل: "دا کړنې د فلسطینیانو په وړاندې د هغه د ټکان ورکوونکو بیانونو، د کرکې خپرولو او تاوتریخوالي ته د هڅولو د یوې اوږدې لړۍ دوام دی." بارو زیاته کړه: "زه د خپل ایټالوي ساري په څېر له اروپایي ټولنې غواړم چې پر ایتامار بن ګویر بندیزونه ولګوي."

دا اقدام وروسته له هغه وشوه چې یوه ویډیو خپره شوه چې پکې بن ګویر (چې د بنیامین نتانیاهو د ائتلافي حکومت یو مهم شریک دی) د هغو نیول شویو فعالانو په منځ کې ګرځي چې لاسونه یې تر شا تړل شوي او پر ګونډو کینول شوي دي. په ویډیو کې بن ګویر د اسراییلو بیرغ رپوي او پر نیول شویو کسانو ملنډې وهي.

تر دې وړاندې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تاجاني د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې کاجا کالاس څخه غوښتي و چې د بن ګویر په وړاندې احتمالي بندیزونه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزیرانو د راتلونکې غونډې په اجنډا کې شامل کړي. همداراز د آیرلنډ لومړي وزیر میشل مارټین هم د اروپايي شورا له رئیس څخه غوښتي چې په راتلونکې غونډه کې په بېړۍ کې د اروپايي اتباعو سره د اسراییلو د چلند په اړه رسمي بحث وکړي.

دغه کاروان چې د نړۍ له ۴۴ هیوادونو څخه ۴۲۸ کسان پکې سپاره دي، د پنجشنبې په ورځ د ترکیې له مارماریس ښار څخه د غزې د کلابندۍ ماتولو په نیت روان شوی و. د غزې کلابندي له ۲۰۰۷ کال راهیسې د اسراییلو لخوا لګول شوې ده.

 

وپلټۍ
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی
اردوغان له ټرمپ سره په تلیفوني اړیکه کې د ایران د اوربند د غځولو هرکلی وکړ
د څو مهمو خبرونو لنډیز
راپور: د ایران د جګړې د راتلونکي پر سر په تیلیفوني خبرو کې د ټرمپ او نتنیاهو ناندرۍ
اسرائیلي رسنۍ ویلي ټرمپ او نتنیاهو د ایران په اړه «ډراماتیکې» خبرې کړي
اسرائیلي ځواکونو د سوریې په سویل کې په قنیطره کې په وروستۍ چاپه کې دوه سوریایي وګړي تښتولي دي