د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
د رسنیو د راپورونو له مخې، د دوشنبې په ورځ د ایران یو بې پیلوټه برید د سعودي ارامکو د "راس تنوره" تېلو تصفیه خانه په نښه کړه چې د اور لګېدنې لامل شو. سعودي عربستان اعلان وکړ چې دا بریدونه یې پر شا تمبولي دي.
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ
ایران د سعودي عربستان د تیلو په تصفیه خانه د ډرون الوتکو برید وکړ / User Upload

 د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس (SPA) د دفاع وزارت د ویاند له قوله ویلي: "نن سهار دوه بې پیلوټه الوتکې چې غوښتل یې پر راس تنوره تصفیه خانه برید وکړي، شنډې او له منځه یووړل شوې. د دغو عملیاتو پر مهال د الوتکو د ټوټو د راغورځېدو له امله یو محدود اور ولګېد، خو کومه ملکي مرګ ژوبله نه ده اوښتې." ویاند زیاته کړه چې د الوتکو ټوټې د استوګنې سیمو ته نږدې رالوېدلې دي. دا پېښه په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه خپره شوې ده.

رویټرز اژانس د یوې سرچینې له قوله خبر ورکړی چې د سعودي عربستان د تېلو لوی شرکت "ارامکو" له دغه برید وروسته د راس تنوره تصفیه خانه تړلې ده. سرچینې ویلي چې دا ګام د احتیاط په توګه اخیستل شوی او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

راس تنوره چې د سعودي عربستان په ختیځو ساحلونو کې موقعیت لري، په نړۍ کې د تېلو د تصفیې او صادراتو یو له سترو مرکزونو څخه دی. دا تاسیسات د ورځې د ۵۵۰،۰۰۰ بېرله تېلو د تولید وړتیا لري او په منځني ختیځ کې یو له تر ټولو لویو تصفیه خانو څخه شمېرل کېږي.

د سعودي عربستان د انرژۍ دا خوندي مرکزونه تر دې وړاندې هم په نښه شوي وو؛ چې تر ټولو مشهور یې د ۲۰۱۹ کال په سپتمبر کې پر بقیق او خریص تاسیساتو بریدونه وو، چې د سعودي د تېلو د تولید نیمايي برخه یې په ټپه درولې وه.

امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل د شنبې په ورځ پر ایران برید وکړ او د ستر رهبر علي خامنه‌يي په ګډون یې د ایران څو تنه مشران ووژل. تهران د دې کار په غبرګون کې پر اسرائیل او په بېلابېلو خلیجي هېوادونو کې د امریکا پر اډو د ډرون او توغندیو بریدونه پیل کړل. ایران تر اوسه په خپلو بریدونو کې بحرین، عراق، اردن، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي امارات په نښه کړي دي.

 

وپلټۍ
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی
اردوغان له ټرمپ سره په تلیفوني اړیکه کې د ایران د اوربند د غځولو هرکلی وکړ
د څو مهمو خبرونو لنډیز
راپور: د ایران د جګړې د راتلونکي پر سر په تیلیفوني خبرو کې د ټرمپ او نتنیاهو ناندرۍ
اسرائیلي رسنۍ ویلي ټرمپ او نتنیاهو د ایران په اړه «ډراماتیکې» خبرې کړي
اسرائیلي ځواکونو د سوریې په سویل کې په قنیطره کې په وروستۍ چاپه کې دوه سوریایي وګړي تښتولي دي