منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
راپور: امریکا او ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې ته نږدې شوي
د "اکسیوس"  خبري وېبپاڼې د یوه باوري امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالات او ایران د ۶۰ ورځني اوربند غځولو هوکړې ته نږدې شوي دي.
راپور: امریکا او ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې ته نږدې شوي
راپور: امریکا او ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې ته نږدې شوي

سپینه ماڼۍ هیله لري چې پاتې مسایل حل او ډېر ژر د اوربند هوکړه اعلان کړي.

د "اکسیوس"  خبري وېبپاڼې د یوه باوري امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې متحده ایالات او ایران د ۶۰ ورځني اوربند غځولو هوکړې ته نږدې شوي دي. د دې هوکړې له مخې به د هرمز تنګی بېرته پرانیستل شي، ایران ته به د تېلو د پلور اجازه ورکړل شي او د تهران د اټومي پروګرام په اړه به د خبرو اترو لپاره لاره هواره شي.

دغه وړاندیز شوې هوکړه، چې لا وروستۍ شوې نه ده، ممکن نن د یکشنبې په ورځ اعلان شي. خو چارواکو خبرداری ورکړی چې دا هوکړه لا هم د لاسلیک کېدو وړاندې د ناکامۍ له خطر سره مخ کېدی شي.

ددې هوکړې له مخې به ایران د هرمز له تنګي څخه ماینونه پاکوي او کښتیو ته به اجازه ورکوي چې له محصول (ټکس) اخیستلو پرته تېرې شي.

په بدل کې به واشنګټن د ایران د بندرونو کلابندي ختموي او د ۶۰ ورځو لپاره به د بندیزونو ځینې محدود معافیتونه ورکوي چې تهران وکولی شي په ازاده توګه تېل وپلوري.

یو امریکایي چارواکي دا ترتیب د "اقداماتو په بدل کې امتیاز په توګه بیان کړی او ویلي یې دي چې اقتصادي اسانتیاوې به د ایران له لوري د عملي ګامونو له پورته کولو وروسته ورکول کیږي، نه دا چې مخکې له مخکې ورکړل شي.

په مسوده کې د ایران دا ژمنې هم شاملې دي:
۱. د اټومي وسلو له هڅو لاس اخیستل.
۲. د یورانیمو د غني کولو د ځنډولو په اړه خبرو ته کېناستل.
۳. د لوړې کچې غني شویو یورانیمو د زیرمو لیرې کول.

د بندیزونو پراخه لیرې کول یا د ایران د کنګل شویو پیسو خلاصول به د اوربند په موده کې تر بحث لاندې ونیول شي، خو دا یوازې د یوې وروستۍ او تصدیق شوې هوکړې د برخې په توګه پلي کېدی شي. په سیمه کې مېشت امریکایي ځواکونه به د دغو ۶۰ ورځو په جریان کې په خپل ځای پاتې وي او یوازې هغه وخت به وځي چې وروستۍ هوکړه وشي.

دا هوکړه په لبنان کې د اسرائیل د جګړې د پای ته رسولو له هڅو سره هم تړلې ښکاري. راپورونه وايي چې د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د شنبې په ورځ له ټرمپ سره په ټیلیفوني اړیکه کې په دې اړه خپلې اندېښنې شریکې کړي دي. یو امریکایي چارواکي وویل، که حزب الله د بیا ځلي وسلو ترلاسه کولو یا بریدونو هڅه وکړه، اسراییل به لا هم د اقدام کولو اجازه ولري.

د سعودي عربستان، قطر، مصر، ترکیې، پاکستان او متحده عربي اماراتو په ګډون یو شمېر عربي او اسلامي مشرانو د دې ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کړی دی. پاکستان په دې منځګړیتوب کې مرکزي رول لوبولی او فیلډ مارشال عاصم منیر په همدې موخه تهران ته سفر کړی دی.

سپینه ماڼۍ هیله لري چې پاتې ستونزې به په څو ساعتونو کې حل شي، خو امریکایي چارواکو ویلي که واشنګټن احساس کړي چې ایران د اټومي خبرو په اړه جدي نه دی، دا اوربند تر وخت وړاندې ختمېدی شي.

 

وپلټۍ
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی
اردوغان له ټرمپ سره په تلیفوني اړیکه کې د ایران د اوربند د غځولو هرکلی وکړ
د څو مهمو خبرونو لنډیز
راپور: د ایران د جګړې د راتلونکي پر سر په تیلیفوني خبرو کې د ټرمپ او نتنیاهو ناندرۍ
اسرائیلي رسنۍ ویلي ټرمپ او نتنیاهو د ایران په اړه «ډراماتیکې» خبرې کړي
اسرائیلي ځواکونو د سوریې په سویل کې په قنیطره کې په وروستۍ چاپه کې دوه سوریایي وګړي تښتولي دي