ایران سپاه پاسداران ویلي چې سمندري ځواکونو یې د هرمز په تنګي کې د 'سرغړونو' له امله دوه کښتۍ نیولي دي.سپاه پاسداران دا کښتۍ د MSC Francesca په نوم یادې کړي چې وایي له اسرائیل سره تړاو لري، او بله یې Epaminodes ده چې د اجازې پرته د فعالیت او د نیویګیشن سیسټمونو کې د لاسوهنې په تور درول شوې ده.
دا دواړه کښتۍ د پلټنو لپاره د ایران قلمرو اوبو ته لېږدول شوې دي."
ټرمپ وویل چې د راتلوونکو ۷۲ ساعتونو په دننه کې به د امریکا او ایران ترمنځه به مذاکرات پیل شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اشاره کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو ممکن په راتلونکو ۳۶ څخه تر ۷۲ ساعتونو کې ترسره شي، په داسې حال کې چې پاکستان د دواړو خواوو ترمنځ منځګړیتوب ته دوام ورکوي.
ټرمپ له 'نیویارک پوسټ' سره په خبرو کې دا 'امکان' تایید کړ، بلخوا پاکستاني سرچینو ویلي چې دا مهال وېش له تهران سره د اسلاماباد د ډیپلوماټیکو اړیکو د روانې ارزونې پر بنسټ دی.
ایران تر اوسه د کومو ټاکل شویو خبرو اترو پخلی نه دی کړی."
اسرائیل په غزه کې پر یو جومات په برید کې د ماشومانو په ګډون پنځه کسان ووژل "
د غزې د ملکي دفاع ادارې تایید کړې چې د اسرائیل په یو هوایي برید کې د دریو ماشومانو په ګډون پنځه فلسطینیان وژل شوي دي. دا برید د یو جومات پر انګړ شوی دی. برید د غزې په شمال کې په بیت لاهیا کې د 'القسام' جومات په صحن کې پر هغو بې ځایه شویو ملکیانو شوی چې هلته راټول شوي وو.
ځايي سرچینو ویلي چې یوې بې پیلوټه الوتکې (ډرون) د جومات په انګړ کې پر خلکو برید وکړ . دا هغه ځای دی چې ډیری وخت بې ځایه شوې کورنۍ د پناه اخیستو لپاره کاروي."
کرملین: پوتین به له زیلینسکي سره یوازې د سولې تړون د نهایي کولو لپاره وګوري
"کرملین ویلي چې پوتین چمتو دی له زیلینسکي سره وګوري، خو یوازې د سولې د هوکړه لیکونو د لاسلیک کولو لپاره.
ویاند دیمیتري پسکوف وویل چې پوتین په وار وار لیدنې ته خپل چمتووالی ښودلی، خو ټینګار یې کړی چې د لیدنې موخه باید روښانه وي.
هغه وویل: 'اصلي خبره دا ده چې لیدنه باید یو هدف ولري، او تر ټولو مهمه دا چې لیدنه باید ګټوره وي، او دا یوازې د هوکړو د وروستي کولو په هدف کېدای شي.'
هغه زیاته کړه چې د داسې لیدنې لپاره باید 'جدي کار' وشي او ادعا یې وکړه چې اوکراین په دې برخه کې 'سیاسي هوډ' نه لري."
تورکیې لپاره د امریکا استازی په ایف-۳۵ پروګرام کې د انقرې د بیا ګډون غوښتنه وکړه
"په تورکیه کې د امریکا سفیر د ایف-۳۵جنګي الوتکو (F-35) په پروګرام کې د انقرې د ګډون په اړه جنجالونه بې ځایه بللي دي او د ناټو د پیاوړتیا لپاره یې د هغې د ژر حل غوښتنه کړې ده.
ټام بارک 'فاکس نیوز ډیجیټل' ته ویلي چې د روسیې د S-400 سیسټم د پیرلو له امله له دغه پروګرام څخه د تورکیې ایستلو په بې ځایه توګه اړیکې ترینګلې کړې، په داسې حال کې چې ګټه یې روسیې ته رسېږي.
هغه د بهرنیو ځانګړو چارو د وزیر مارکو روبیو په مشرۍ هڅو ته په اشارې سره وویل: S-400 مسله د دقیقې ډیپلوماسۍ له لارې په څو میاشتو کې حل کېدای شي.'"
