د امریکا مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) اعلان کړی چې امریکايي ځواکونو د ایران پنځه تېل وړونکې بېړۍ وروسته له هغې ویجاړې کړې چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب لخوا دوه ځلې پر یوې امریکايي جنګي بېړۍ بالستیک توغندي وتوغول شول. امریکايي بېړۍ له دواړو بریدونو روغه وتښتېده او د کومې مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. ایراني رسنیو هم راپور ورکړی چې امریکا د خارګ ټاپو ته نږدې یوه ایراني تېل وړونکې بېړۍ ویشتې ده.
د بریتانیا د نویو بندیزونو له امله اسرائيلو په ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا د قونسګرۍ د تړولو پریکړه وکړه.
اسرائیلو په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا د قونسلګرۍ د تړولو پریکړه وکړه او د بریتانیا استازو ته یې له هېواده د وتلو امر کړی دی. دا په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د غیرقانوني اسرائيلي مېشت ځایونو پر محصولاتو د بریتانیا نویو سوداګریزو بندیزونو ته د اسرائیلو مخامخ ځواب دی. د اسرائيلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون سار دا اقدام اعلان کړ او ویې ویل چې اسرائیل به د فلسطیني ادارې د ځواکونو لپاره د بریتانیا روزنیز پروګرامونه هم پای ته ورسوي او لسګونو بریتانیایي چارواکو او وګړو ته به هېواد ته د ننوتلو اجازه ورنکړي.
ملګري ملتونه: پر لبناني ملکیانو او زېربناو د اسرائيلو بریدونه د منلو وړ ندي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په سویلې لبنان، په ځانګړي ډول النبطية ته نږدې د اسرائيلي بریدونو د زیاتېدو له امله سخته اندېښنه څرګنده کړې ده. د هغه ویاند سټیفن ډوجاریک وویل چې د اسرائيلو بریدونو روغتونونه، روغتیايي کارمندان او عامه ادارې په نښه کړې دي او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو د رسېدو مخه یې نیولې ده.
پوتین ټرمپ ته: روسیه په اروپا هیڅ د تیري پلانونه نلري
د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ ته ویلي چې مسکو د اروپا پر وړاندې "هیڅ ډول د تیري پلانونه نلري". دا څرګندونې د کرملین لخوا شوي دي. کرملین ویلي دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل امریکايي سیال دونالد ټرمپ ټلیفوني خبرې وکړې. دا ټیلیفوني خبرې "خورا روښانه او صادقانه" وې.
تورکیه د روسیې له نوي تړون له لارې کیمیاوي سرې ته لاسرسی تامینوي
تورکیې او روسیې د کیمیاوي سرې د لېږد په اړه یو نوی تړون لاسلیک کړی چې تورکیې ته د کیمیاوي سرو او خامو موادو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
