وروستي خبرونه | د وري ۱۹
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د وري ۱۹
امریکا او ایران په دوه اوونیز اوربند موافقه وکړه؛ خبرې اترې د یوې پراخې سولې لپاره پیل شوې
12 ساعته مخکې


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ له تهران سره د هغه څه اعلان وکړ چې ده "دوه اړخیز اوربند" وباله. هغه له بشپړې جګړې څخه چې مخکې یې پر ایران د "نابودی" ګواښ کړی و، شاتګ وکړ.
ټرمپ پر "ټروټ سوشل" (Truth Social) لیکلي او د دې پرمختګ اعتبار یې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته ورکړی او یادونه یې کړې چې امریکا لا دمخه خپلو نظامي اهدافو ته رسیدلې ده.
دا ۱۴ ورځنی فرصت په دې شرط دی چې ایران سمدستي او په خوندي ډول د هرمز ستراتیژیکه تنګي پرانیزي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د کړکېچ د کمولو خبره وکړه او تایید یې کړه چې ایراني ځواکونه به تر هغو دفاعي فعالیتونه وځنډوي چې ترڅو د یوې سیمه ییزې رښتینې سولې لپاره خبرې اترې روانې وي.

اسرائیل له ایران سره د امریکا د اوربند ملاتړ وکړ، خو لبنان یې مستثنی کړ
د اسرائیل د لومړي وزیر دفتر وویل چې دوی د ایران په اړه د امریکا د هغې پرېکړې ملاتړ کوي چې د یوه لنډمهاله اوربند په ترڅ کې پر دغه هیواد بریدونه وځنډول شي.
د بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي چې اسرائیل د امریکا د هغو هڅو ملاتړ کوي چې ډاډ ترلاسه شي ایران نور "اټومي، توغندیز او ترهګریز ګواښ" نه پاتې کیږي.
خو په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا "دوه اوونیز اوربند پر لبنان نه پلي کیږي"، دا د پاکستان د هغو پخوانیو څرګندونو سره په ټکر کې دی چې ویلي یې وو دا اوربند به د لبنان جبهه هم تر پوښښ لاندې راولي.

ملګري ملتونه: د اسرائیلي ټانک په ډزو کې په لبنان کې سوله ساتی سرتیری وژل شوی دی
په لبنان کې د ملګرو ملتونو موقتي ځواک (یونیفیل) تر خپلو څیړنو وروسته تایید کړه چې تیره میاشت د اسرائیلي ټانک لخوا په توغول شوي یوې ګولۍ سره یو سوله ساتي سرتیری وژل شوی دی.
د یونیفیل تحلیل دا ثابته کړې چې دا مرمۍ د "مرکاوا" ټانک ۱۲۰ ملي متري ګولۍ وه چې له ختیځ لوري د "اطیبه" په لور توغول شوې وه.
د ملګرو ملتونو ځواکونو دمخه د مارچ په ۶مه او ۲۲مه د ټولو پوستو همغږۍ (Coordinates) شریکې کړې وې ترڅو د پرسونل خطر کم کړي.
د مارچ پر ۲۹مه "عدچیت القصیر" ته نږدې په دغه برید کې یو بل سوله ساتي سرتیری هم سخت ټپي شوی و.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې پر سوله ساتو ځواکونو د اسرائیلو قصدي بریدونه د نړیوالو قوانینو "جدي سرغړونه" ده او کیدای شي جنګي جنایت وګڼل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه کارمند تر وژل کیدو وروسته له غزې څخه د ناروغانو لېږدول وځنډول
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له غزې څخه د ناروغانو طبي لېږد وروسته له هغه وځنډاوه چې یو قراردادي کارکوونکی یې ووژل شو. دې چارې د ملګرو ملتونو هغه خبرداری راوپاروه چې د ملکي وګړو د "ډله ییزې سزا" په اړه یې ورکړی و.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم غیبریسوس وویل چې اداره یې د دې مړینې له امله "سخته خواشینې" ده، ده یادونه وکړه چې دوه نور کارمندان روغ پاتې دي.
هغه زیاته کړه چې د رفح له لارې مصر ته د ناروغانو لېږدول "تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي" او پېښه تر څیړنې لاندې ده.
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک د ملکي وګړو او بشري کارکوونکو د خوندیتوب غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان: تورکیه به د ترهګرۍ پروړاندې مبارزې ته دوام ورکړي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د "بشیکتاش" په سیمه کې د هغه ترهګریز برید سخته غندنه وکړه چې له امله یې دوه پولیس ټپیان شوي وو.
د سه شنبې په ورځ د دفاعي صنعت د یوې فابریکې په پرانیسته کې اردوغان د امنیتي ځواکونو د "اتلوال" غبرګون ستاینه وکړه چې د برید مخه یې ونیوله.
هغه ټینګار وکړ چې ترکیه به د ترهګرۍ د هر ډول ډولونو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي او اجازه به ورنکړي چې "بې ارزښته او پلان شوې پارونې" ملي امنیت وګواښي.
ترکي پولیسو په یوه نښته کې درې ترهګر له منځه یووړل.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د وري ۱۸
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر