"د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دواړو لورو ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د واشنګټن وروستي وړاندیز ته د ایران ځواب رد کړی او هغه یې 'په بشپړ ډول د نه منلو وړ' بللی دی. د ایران دولتي رسنیو ویلي چې تهران خپل ځواب د پاکستاني منځګړو له لارې سپارلی دی. په دې ځواب کې پر بېلابېلو جبهو، په ځانګړې توګه په لبنان کې د امریکا او اسراییلو ترمنځ د جګړې پر پای ته رسولو او همدارنګه پر سمندري امنیت تمرکز شوی دی."
اسرائیلي پوځ د خپلو سیمه ییزو تېریو په ترڅ کې د سرتېرو له کمښت څخه خبرداری ورکړ
"د اسرائیلو د پوځ لوی درستیز ایال ضمیر وايي چې په بېلابېلو جبهو کې د جګړې د دوام له امله د اسرائیلو پوځ 'سمدستي' نورو سرتېرو ته اړتیا لري. ضمیر د (پارلمان) یوې کمېټې ته په وینا کې وویل چې د پوځ پام لا هم په غزه، لبنان او ایران کې پر روانو عملیاتو دی. د هغه دا څرګندونې د افراطي ارتودوکس یهودانو (هاریدیم) د جبري عسکرۍ په اړه د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په ترڅ کې کېږي. پر ځینو جبهو د رسمي اوربند سره سره، په سیمه کې د اسرائیلو وحشتونه او سرغړونې لا هم دوام لري."
د غزې د مرستو کاروان د اسرائیلو له مداخلې وروسته تورکیې ته ورسېد
"د 'ګلوبل صمود' (Global Sumud) کاروان وروسته له هغه چې د غزې ته د مرستو رسولو په هڅه کې د اسرائیلو لخوا یې مخه ونیول شوه، د تورکیې سویل لویدیځ مارماریس ښار ته ورسېد. دا کاروان په اپریل میاشت کې له بارسلونا څخه په ۳۸ کښتیو کې د نږدې ۳۰۰ فعالانو سره روان شوی و. تورکي چارواکو له کریت څخه د راغلو فعالانو پروسس پیل کړی، په داسې حال کې چې په مارماریس کې قانوني او طبي چمتووالي دوام لري. په تورکیه کې څارنوالانو د دغه کاروان د درولو او د تورکي وګړو د نیولو په اړه تحقیقات پیل کړي دي."
په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې وژونکی ترهګریز برید وشو
"د کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې لږ تر لږه ۲۱ کسان په یوه ترهګریز برید کې وژل شوي چې پړه یې پر داعش پورې تړلې ی ترهګرې ډلې باندې (ADF) اچول شوې ده. چارواکي وايي دغه برید د اتوري ولایت په بیاکاټو کلي شوی او څو تنه ولسي وګړي هم لادرکه دي. د ګڼو اوسېدونکو له تښتولو وړاندې کورونه او موټر سایکلونه سوځول شوي دي. ADF له کلونو راهیسې د کانګو په ختیځ کې وژونکي ترهګریز بریدونه ترسره کوي."
چین او امریکا سوداګریزو خبرو اترو ته چمتو دي
"د چین او امریکا لوړپوړي چارواکي به په دې اونۍ کې په سیول کې د شي جین پینګ او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د تمه کېدونکې سرمشریزې وړاندې سره وګوري. چین وايي د لومړي وزیر مرستیال 'هې ليفینګ' به په سویلي کوریا کې په اقتصادي او سوداګریزو مشورو کې ګډون وکړي، په داسې حال کې چې د امریکا د خزانې وزیر 'سکاټ بیسنټ' بیجینګ ته له تګ وړاندې د خبرو پخلی کړی دی. تمه کېږي چې ټرمپ به پر سوداګریزو ترینګلتیاوو، تایوان او پراخو جیوپولیټیک شخړو د خبرو لپاره چین ته سفر وکړي."
