وروستي خبرونه | د چنګاښ ۵
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د چنګاښ ۵
ملګري ملتونه او امریکا په وینزویلا کې د زلزلې د تلفاتو په زیاتېدو سره د ژغورنې او مرستې هڅې ګړندۍ کوي

 ملګرو ملتونو په وینزویلا کې له ویجاړونکې زلزلې وروسته د بشري مرستو تنظیم او د ښاري پلټنې او ژغورنې ډلو استول پیل کړي دي. د ملګرو ملتونو ویاند، سټیفن دوجاریک وویل: "د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (OCHA) سیمې ته د ژغورنې ډلو استول اسانه کوي." هغه زیاته کړه چې سرمنشي انتونیو ګوترش د غړو هیوادونو د ملاتړ د وړاندیزونو هرکلی کوي. ورته مهال، د امریکا جنوبي قوماندانۍ ویلي چې دوی له بهرنیو چارو وزارت او نړیوالو شریکانو سره د مرستو رسولو په برخه کې همغږي کوي او د غبرګون د څارنې لپاره یې یو عملیاتي پلان جوړ کړی دی.

امریکا او خلیج هیوادونه د هرمز تنګي مالیات ردوي او د کښتۍ چلولو پر آزادۍ ټینګار کوي

امریکا او د خلیج د همکارۍ شورا هیوادونو د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې په دې ستراتیژیکه اوبلاره کې آزاد تګ راتګ د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره "حیاتي" دی. په بحرین کې د امریکا او خلیج شورا د وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې دواړو خواوو د تنګي پر پرانیستلو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نړیوالو قوانینو سره سم د کښتیو "آزاد، بې قیده او شرطه او پرته د  بندیزه تګ راتګ" یو اړین اصل دی. وزیرانو همدارنګه د امریکا او ایران ترمنځ په خبرو اترو کې د "وحدت او حرکت" پر ساتلو ټینګار وکړ ترڅو د دښمنۍ د دایمي پای ته رسولو او تهران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي ګډ هدف ترلاسه شي.

اسرائیلو د اوربند په نوې سرغړونه کې ۶ لبنانیان ووژل

اسرائیلي پوځ ویلي چې د لبنان په سویل کې یې ۶ کسان وژلي دي، خو حزب الله وایي چې دا کسان ملکي وګړي وو. دا پېښه د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند د هغو سرغړونو په لړ کې شوې چې د تل ابیب لخوا دوام لري. حزب الله ویلي چې د لبنان په سویل کې د اسرائیلي ډرون برید، چې ملکي وګړي یې په نښه کړي، د اوربند "ښکاره" سرغړونه ده، په داسې حال کې چې دا ډله پخپله اوربند ته ژمنه پاتې شوې. حزب الله دا برید په تیرو ۴۸ ساعتونو کې د اسرائیلي پوځ لخوا په قصدي ډول د لبناني ملکیانو دویم ځل په نښه کول بللي دي.

اسرائیلو په غزه کې یو فلسطیني وواژه؛ تل ابیب د اوربند سرغړونو ته دوام ورکوي

د غزې په شمال کې د اسرائیلي ځواکونو په ډزو کې یو فلسطیني وژل شوی دی؛ دا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له لسمې راهیسې د شوي اوربند وروستۍ سرغړونه بلل کیږي. د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د اوربند له پیل راهیسې تر چهارشنبې پورې د اسرائیلو د سرغړونو له امله ۱،۰۲۹ فلسطینیان وژل شوي او ۳،۲۴۹ نور ټپیان شوي دي. دا اوربند په غزه کې د اسرائیلو د دوه کلنې نسل وژنې وروسته شوی و، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې پیل شوې او له امله یې تر ۷۳،۰۰۰ ډیر فلسطینیان وژل شوي دي.

ناټو به په انقره کې په ملیاردونو ډالرو نوي دفاعي قراردادونه اعلان کړي

د ناټو عمومي منشي مارک روټ وویل چې دا اتحاد به راتلونکې میاشت د ترکیې په پلازمېنه انقره کې په خپله سرمشریزه کې د لسګونو ملیاردونو ډالرو نوي دفاعي قراردادونه اعلان کړي. دا ګام د غړو هیوادونو لخوا د نظامي تولید پراخولو او د ډله ییز امنیتي ظرفیت لوړولو په موخه اخیستل کیږي. د ناټو مشر وویل چې د انقرې سرمشریزه د تېر کال په هاګ کې تر شوې غونډې هم "ډیره مهمه" ده. دا سرمشریزه به د جولای په ۷مه او ۸مه په انقره کې ترسره شي او د دفاعي صنعتي همکاریو او تولیدي ظرفیت لوړولو کې به پرمختګونه نندارې ته وړاندې کړي.

 

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د چنګاښ ۴
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر