وروستي خبرونه | د غوايي ۹
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د غوايي ۹
ټرمپ وايي ایران باید اټومي وسلې ونه لري .

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د برېتانیا پاچا دریم چارلس ورسره موافق دی چې ایران باید اټومي وسلې ونه لري.

ټرمپ دا ادعا هم وکړه چې ایران "په نظامي توګه مات شوی" دی. دا د روان شاهي سفر پرمهال د دې موضوع په اړه د هغه لومړنۍ عامه څرګندونې وې. تر ټرمپ وروسته، پاچا چارلس په خپلو خبرو کې د ایران یا جګړې په اړه هیڅ ونه ویل.

اسرائیل پد لبنان په جنوب کې اته تنه وژلي دي.

 د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د روان اوربند سره سره، د هېواد په سویل کې د اسراییلو په بریدونو کې د ژغورنې د ملکي دفاعي کارکوونکو په ګډون اته کسان وژل شوي او دوه سرتېري ټپیان شوي دي.

وزارت ویلي چې د "مجدل زون" په ښارګوټي کې د اسرائیلو په برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او زیاته یې کړه چې درې روغتیاپالان د ژغورنې د ماموریت پر مهال تر خاورو لاندې شوي دي. دوه نور کسان په "جبشیت" کې وژل شوي، پداسې حال کې چې یو تن په "جویا" کې په یو برید کې مړ شوی چې پکې ۱۵ نور ټپیان دي، چې په هغو کې پنځه ماشومان هم شامل دي.

د تېلو د بیو له لوړېدو سره سم متحده عربي امارات له اوپیک (OPEC) څخه د جلا کیدو نه خبر ورکړ.

 متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې دوی به د "ملي ګټو" په پام کې نیولو سره د اوپیک او اوپیک پلس د تېلو له سازمانونو څخه ووځي. دا پرېکړه په داسې حال کې نوي ټکانونه رامنځته کوي چې د منځني ختیځ د جګړې له امله د انرژۍ بیې په لوړېدو دي.

متحده عربي امارات چې د نړۍ د تېلو یو له مخکښو تولیدونکو څخه دی او له دې وړاندې یې هم د اوپیک د تولید په کوټو (اندازې) نیوکې لرلې، د جمعې په ورځ به له دغه سازمان څخه وځي.

اسلامي همکارۍ سازمان له امنیت شورا وغوښتل چې په غزه کې اوربند په "عادلانه او تلپاتې سوله" بدل کړي.

 د اسلامي همکارۍ سازمان (OIC) د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي چې په غزه کې له اوربند څخه هاخوا د اسراییلو د اشغال د بشپړ پای

ته رسولو په لور ګام پورته کړي. دغه سازمان د فلسطیني ملکیانو، سپېڅلو ځایونو او ګاونډیو هېوادونو په وړاندې د اسراییلو مخ په زیاتیدونکي سرغړونې وغندلې.

د اسلامي همکاریو سازمان بیا ټینګار وکړ چې "په منځني ختیځ کې تلپاتې سوله له ټولو اشغال شویو عربي سیمو، په شمول د سوریې د اشغال شوي ګولان تپو څخه د اسراییلو بشپړ وتلو او د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو بشپړ پلي کولو ته اړتیا لري."

تورکیه له ۱۵ کلونو د کم عمره ماشومانو د ټولنیزو رسنیو د کارولو د محدودولو هڅه کوي.

ترکیه د ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو په کارولو کې پراخ نوي محدودیتونه چمتو کوي، چې هدف یې د ځوانو کاروونکو ساتنه له ډیجیټل روږدي کېدو، زیانمنو منځپانګو او د انلاین فعالیتونو پورې اړوند اوږدمهاله حقوقي خطرونو څخه ده.

د تورکیې د کورنۍ او ټولنیزو خدماتو وزیر وویل چې دا نوي اقدامات، چې له ۲۰۲۴ کال راهیسې پرې کار روان دی، د هېواد د "کورنۍ د خوندیتوب او پیاوړتیا د عمل پلان" یوه برخه ده.

لا زیات واورۍ
وروستی خبرونه | د غوايي ۸
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر