وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۲۳
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۲۳
عمان د هرمز تنګي کې د کښتیو د تګ راتګ په اړه سیمه ییزې خبرې اترې وځنډولې

عمان د هرمز تنګي د راتلونکي په اړه د ایران او د خلیج د هېوادونو ترمنځ یوه مهمه سیمه ییزه ناسته وځنډوله.

دا خبرې اترې، چې ټاکل شوې وه په صلاله (Salalah) ښار کې ترسره شي، موخه یې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ تنظیمول وو — هغه سمندري لاره چې د نړۍ د تیلو او ګازو د اکمالاتو لپاره خورا حیاتي ارزښت لري.

د ایران د فارس (Fars) خبري اژانس راپور ورکړی چې دا ځنډ د سیمې د ځینو هېوادونو په غوښتنه او د تہران او مسقط ترمنځ د ګډې پرېکړې پر بنسټ شوی دی.

اسرائیل په سویلي لبنان کې د ټولو خلکو د  "له منځه وړلو" ګواښ کوي

د اسرائیلو د دفاع وزیر اسرائیل کاتز (Israel Katz) خبرداری ورکړی چې اسرائیلي ځواکونه به هر هغه څوک "له منځه یوسي" چې په سویلي لبنان کې د علي الطاهر (Ali al Taher) غونډۍ ته نږدې شي؛ نوموړي دا سیمه یوه سټراټیژیکه نقطه بللې چې اسرائیل یې د کنټرول اراده لري.

هغه دا غونډۍ د اسرائیلو لخوا د اعلان شوې "امنیتي سیمې" برخه وبلله او ویې ویل ترڅو چې حزب الله په ټول لبنان کې بې وسلې شوی نه وي، پوځي ځواکونه به له دغې سیمې ونه وځي.

شمالي کوریا  سل په سلو کې د  دقیقوالي سره د اوږد واټن وسلو ازموینې نه خبر ورکړ

شمالي کوریا اعلان کړی چې د اونۍ په پای کې یې د درندو توپخانو، ټکټیکي توغندیو او یرغلیزو ډرون الوتکو په ګډون یو لوی اوریز پوځي تمرین ترسره کړی دی.

د دغه هېواد دولتي رسنۍ راپور ورکړی چې د شنبې ورځې په ژوندیو تمرینونو کې د توپخانې او توغندیو د پنځو بېلابېلو ډلو واحدونو برخه اخیستې وه.

دا تمرین سمدستي وروسته له هغې ترسره کېږي چې سویلي کوریا له ونسن (Wonsan) سیمې څخه د ختیځ سمندر پر لور د څو بالستیک توغندیو د توغولو راپور ورکړ.

ټرمپ به د چین له  ولسمشر شي جین پینګ سره "په هرڅه" خبرې وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پلان لري د سپتمبر پر ۲۴مه په سپینه قصر کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د لیدنې پر مهال پر "تقریباً هرڅه" بحث او خبرې وکړي.

انتظار کېږي چې د دغې لیدنې په اجنډا کې تجارت، د بوئینګ (Boeing) الوتکو پلور، د اوکراین او غزې جګړې او مصنوعي ذکاوټ (AI) شامل وي.

ټرمپ پر چینایي موټرو د لګول شویو ټکسونو  دفاع وکړه او ویې ویل چې دې کار د امریکا د موټر جوړولو صنعت خوندي کړی دی، او په ډاډه زړه یې زیاته کړه: «زه هره معامله خپلوئ شم.»

تورکیه: د وسله والو ډلو مدغم کول د سوریې د حاکمیت لپاره حیاتي ده

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاقان فیدان ویلي چې د سوریې د مرکزي حکومت تر چتر لاندې د ټولو وسله والو ډلو راوستل د دغه هېواد د حاکمیت او ملي یوالي لپاره یو اساسي امر دی.

په دمشق کې د ویناوو پر مهال، فیدان د وای پي جي تسلط لرونکې پوځي ډلې، ایس ډي ایف (SDF) پلان شوی مدغم کول او انحلال یو "مهم اقدام" وباله او ټینګار یې وکړ چې دا پروسه باید "له وخت ضایع کولو پرته" پر مخ ولاړه شي.

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۲۴
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر