وروستي خبرونه | د جوزا ۲۵
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د جوزا ۲۵
ایران: 'د اسلام‌اباد تفاهم‌لیک وروستی شو، لاسلیک به یې د جمعې په ورځ په ژنیو کې وشي'


"د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي اعلان وکړ چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د تفاهم یادښت وروستی شوی او دا راتلونکې جمعه به په رسمي ډول لاسلیک شي.

د ایراني رسنیو له قوله، د دې تفاهم‌لیک د لاسلیک رسمي مراسم به د سویس په ژنیو ښار کې ترسره شي. پاکستان هم دغه هوکړه تایید کړې ده."

ټرمپ له ایران سره تاریخي هوکړه اعلان کړه؛ ژمنه یې وکړه چې د هرمز تنګی به سمدستي پرانیستل شي
"د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې له ایران سره یو تړون نهایي شوی او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو اجازه یې ورکړه.

ټرمپ همدارنګه وویل چې هغه د متحده ایالاتو د سمندري کلابندۍ د سمدستي لیرې کولو امر کړی، چې دا په دې ستراتیژیکه اوبلاره کې د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ او د انرژۍ د لېږد د بیا پیل نښه ده."

آی سي آر سي (ICRC): هغه زرګونه فلسطینیان چې د غزې د ویجاړیو تر خاورو لاندې دي، ښايي هېڅکله ونه پېژندل شي
"د سره صليب نړيوالې کمېټې (ICRC) خبرداری ورکړی چې د غزې د ودانیو تر کنډوالو لاندې زرګونه ښخ شوي فلسطینیان ښايي هېڅکله ونه پېژندل شي.

د رسنیو د رپوټ له مخې، د اکټوبر له میاشتې راهیسې د یو نازک اوربند سره سره، د جسدونو د رایستلو هڅې لا هم له لویو خنډونو سره مخ دي.

سور صلیب نړۍوال کمیټې خبرداری ورکړی چې د وخت په تېرېدو سره د دې احتمال زیاتیږي چې د انسانانو پاتې شوني (جسدونه) دومره خراب شي چې پېژندل به یې ناممکن وي."

د اوکراین په بېلابېلو برخو کې د روسیې بریدونو نهه تنه ووژل؛ د کیف په یوه مشهوره کلیسا کې اور لګېدلی
"سیمه ییزو چارواکو وویل چې پر څو لویو ښارونو د روسیې د بریدونو په پایله کې په اوکراین کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.

په کیف کې چارواکو وویل چې څلور کسان وژل شوي او د یو ماشوم په ګډون ۲۳ نور ټپیان دي. د اوکراین د کورنیو چارو وزیر هم وویل چې د هیواد په شمال ختیځ ښار خارکیف کې د اور وژنې پر مهال د بېړنیو خدماتو پنځه ژغورونکي وژل شوي دي."

تورکیه د امریکا او ایران ترمنځ د تاریخي سولې د هوکړې د نړیوال ملاتړ مشري کوي
"د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا او ایران ترمنځ د نوې اعلان شوې هوکړې هرکلی کړی او دا یې په سیمه کې د سولې او ثبات په لور یو مهم ګام بللی دی.

اردوغان وویل چې هغه دې معاملې ته په سیمه کې د آرامۍ د رامنځته کولو لپاره د یو مثبت پرمختګ په سترګه ګوري او په خوښۍ سره یې هرکلی کوي. هغه هیله څرګنده کړه چې دا تړون به د سولې او امنیت د یوې پایداره فضا لپاره لاره هواره کړي."

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه| د جوزا ۲۲
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر