وروستي خبرونه | د وري ۶
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د وري ۶
ایران له امریکا سره د پیغامونو له تبادلې سره سره خبرې اترې رد کړې
12 ساعته مخکې


"د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې تهران د منځګړو له لارې د پیغامونو د تبادلې له دوام سره سره له امریکا سره په هیڅ ډول مستقیمو یا غیر مستقیمو خبرو اترو کې ښکېل نه دی.
پر ایران د امریکا او اسرائیل د جګړې په ترڅ کې عراقچي ټینګار وکړ چې د منځګړو له لارې اړیکه 'له امریکا سره د خبرو اترو په مانا نه ده'، او یو ځل بیا یې تایید کړه چې رسمي خبرې روانې نه دي.
هغه زیاته کړه چې واشنګټن د بیلابیلو چینلونو له لارې پیغامونه لیږي، په داسې حال کې چې د ایران لوړ پوړي مشران په دې مرحله کې خبرو اترو ته له ژمنې یا مذاکراتو ته له ننوتلو پرته د بیلابیلو وړاندیزونو څیړلو ته دوام ورکوي."

نتنیاهو پوځ ته لارښوونه وکړه چې پر ایران د ۴۸ ساعتونو لپاره بریدونه شدید کړي
"د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پوځ ته امر کړی چې پر ایران د ۴۸ ساعتونو لپاره هوايي بریدونه چټک کړي، ترڅو مخکې له دې چې واشنګټن د اوربند وړاندیز وکړي، د دغه هېواد د وسلو صنعت تر ممکنه حده ویجاړ کړي.
دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې اسرائیل د جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا له خوا جوړه شوې ۱۵ ماده‌ ییزه طرحه ترلاسه کړه، چې تل ابیب د ایران د اټومي پروګرام او بالستیک توغندیو په اړه ناکافي وبلله."

راپور: اسرائیل په لبنان کې دننه د لا ژورې تیري پلان لري
"اسرائیلي رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیل پلان لري خپله پوځي نیونه او ځمکنی تېری د لبنان په خاوره کې تر ۸ کیلومترو پورې پراخ کړي.
د اسرائیل ۱۴م چینل ویلي چې پوځ د ۱۸ نویو پوځي اډو پر جوړولو پیل کړی، چې ځینې یې په لبنان کې دننه په ژورو برخو کې دي.
د راپورونو له مخې اسرائیلي چارواکو هوکړه کړې چې تر لیطاني سیند پورې او په ځینو سیمو کې ان له هغه هاخوا کنټرول وساتي، چې په کې د دوی په خبره له پولې څخه لږ تر لږه ۸ کیلومتره لرې 'د اسرائیلي پوځ د عملیاتي دفاعي کرښې لیږدول' شامل دي.
اسرائیل د مارچ له دوهمې راهیسې په جنوبي لبنان کې هوايي بریدونه او ځمکني عملیات پیل کړي دي."

ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د اتلانتیک هاخوا د غلامانو تجارت 'د انسانیت پر وړاندې ترټولو جدي جرم' وباله
"د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په رسمي ډول د افریقايي غلامانو د اتلانتیک هاخوا تجارت 'د انسانیت پر وړاندې ترټولو جدي جرم' وباله، هغه اقدام چې د پلویانو لخوا د رغیدو او غرامت په لور د یو ګام په توګه وستایل شو.
دغه پریکړه لیک په ۱۲۳ موافقو رایو تصویب شو، دریو هیوادونو - امریکا، اسرائیل او ارجنټاین - یې مخالفت وکړ او د برتانیا او د اروپايي ټولنې د څو هیوادونو په ګډون ۵۲ نورو هیوادونو سپینې رایې ورکړې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش دغه تجارت وغانده او ویې ویل: 'د اتلانتیک هاخوا د مریانو تجارت د انسانیت پر وړاندې یو داسې جرم و چې د شخصیت پر بنسټ یې برید وکړ... د نه توجیه کیدونکي عمل د توجیه کولو لپاره، د غلامۍ پلویانو... یو توکمپاله ایډیالوژي جوړه کړه.'"

تورکیه او انګلستان د یورو فایټر د ملاتړ له نوې معاملې سره دفاعي اړیکې ژوروي
"تورکیې او انګلستان د یورو فایټر ټایفون جیټ الوتکو د ساتنې او عملیاتو د ملاتړ لپاره یو نوی تړون لاسلیک کړ، چې د دواړو متحدینو ترمنځ د دفاعي اړیکو د پیاوړتیا په لور یو بل ګام دی.
دغه تړون په لندن کې د تورکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر او د هغه د برتانوي سیال جان هيلي ترمنځ د خبرو پر مهال وروستی شو، چې د یورو فایټر ټایفون پروګرام لاندې تخنیکي او لوژستیکي ملاتړ چمتو کوي.
چارواکو وویل چې د دې هدف د الوتکو د اوږد مهاله چمتووالي ډاډ ترلاسه کول دي او دا د ترکیې لخوا د ۲۰ ټایفون الوتکو د ترلاسه کولو لپاره د ۱۰.۷ ملیارد ډالرو پراخې هوکړې په دوام ترسره کیږي."

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه |د وري ۵
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه