"د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې واشنګټن په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له تهران سره "ډېرې ښې خبرې" کړې دي، په داسې حال کې چې ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا پر یو وړاندیز غور کوي.
ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې "دا ډېر ممکن دي" چې دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسېږي.
د راپورونو له مخې، ایران او امریکا د منځګړو له لارې پر داسې یو چوکاټ کار کوي چې له مخې یې خبرې اترې بېرته پیل او د هرمز تنګی پرانیستل شي."
پاکستان د امریکا او ایران خبرو دویم پړاو ته سترګې پر لار دی، هوکړه نږدې ښکاري
"د پاکستان دوو حکومتي سرچینو چې له منځګړیتوب څخه خبرې دي، ویلي چې اسلام اباد تمه لري راتلونکې اونۍ د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د ځنډېدلو خبرو دویم پړاو کوربه توب وکړي.
دغو سرچینو ویلي چې اسلام اباد تمه لري چې د مې میاشتې په ۱۴-۱۵ نېټه چین ته د ټرمپ تر سفر مخکې امریکا او ایران یوې "لومړنۍ" هوکړې ته ورسېږي."
د اوربند سرغړونو دوام سره، د اسرائیلو بریدونو لبنان کې ۱۶ نور کسان وژلي
"د لبنان په سوېل او ختیځ کې د اسرائیلو د بې پیلوټه الوتکو او هوايي بریدونو له امله ۱۶ نور کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي، چې په ټپیانو کې مرستندویه طبي کارکوونکي هم شامل دي او دا د اوربند وروستۍ سرغړونه ده.
په دغو بریدونو کې یوه ښوونځي ته هم زیان اوښتی دی، ځکه اسرائیلو د هغه اوربند سره سره خپلو ورځنیو بریدونو ته دوام ورکړی چې د اپرېل په ۱۷مه اعلان او د مې تر ۱۷مې پورې غځول شوی و."
روسیه له بهرنیو دیپلوماتانو غواړي چې له کییف ووځي، دواړو لورو بریدونه زیات کړي
"روسیې له بهرنیو هېوادونو غوښتي چې له اوکراین پلازمېنې کییف څخه خپل دیپلوماتان او نور کارکوونکي وباسي. دا غوښتنه د مې میاشتې په نهمه د بریا ورځې لمانځلو پر مهال د اوکراین له لوري د برید په صورت کې د احتمالي ځوابي بریدونو له امله شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې مسکو په دې وزارت کې مېشتو دیپلوماتیکو ماموریتونو او نړیوالو سازمانونو ته یو یادښت استولی او د خطرونو په اړه یې خبرداری ورکړی دی."
تورکیې او سعودي عربستان په انقره کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسائلو لوړپوړې خبرې کړې
"د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په پلازمېنه انقره کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود سره کتلي دي.
تر دې مخکې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په انقره کې د ترکي-سعودي د همغږۍ شورا د درېیمې غونډې ګډه مشري وکړه او د غزې په ګډون یې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو پرمختګونو خبرې وکړې.
په یوه اعلامیه کې، [د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان] فیدان وویل چې دا غونډه د دواړو هېوادونو د اړوندو وزارتونو او ادارو په ګډون ترسره شوه."
