وروستي خبرونه | د وري ۱۰
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د وري ۱۰
د ایران سره د جګړې په درشل کې امریکا په منځني ختیځ کې خپل پوځي شتون زیاتوي
14 ساعته مخکې


"د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په سلګونو امریکایي ځانګړي ځواکونه، په شمول د سمندري ځواکونو  او پلي ځواکونه ، منځني ختیځ ته استول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې پر احتمالي ځمکنیو نظامي انتخابونو غور کوي. دا ځانګړي ځواکونه له هغو شاوخوا پنځه زره سمندري سرتیرو او ملاحانو سره یوځای کیږي چې په دې وروستیو کې سیمې ته رسیدلي، چې په دې سره په سیمه کې د امریکایي سرتیرو ټول شمیر له پنځوسو زرو څخه اوړي. چارواکو ویلي چې تر اوسه کوم ځانګړی ماموریت نه دی اعلان شوی، خو دا ځانګړي واحدونه د ایران د اصفهان د اټومي تاسیساتو یا د خارګ ټاپو د تیلو د ټرمینل په نښه کولو کې کارول کیدی شي. دا وروستۍ ځای پر ځای کونه د اسراییل او واشنګټن ترمنځ د هغې نظامي همغږۍ په لړ کې ده چې هدف یې د ایران د نفوذ مخنیوی او د هرمز ستراتیژیکې تنګي خوندي کول دي."

ټرمپ : له ایران نه وروسته د کیوبا وار دی،هاوانا به ژر ناکامه شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې پر ایران د امریکا او اسرائیلو له جګړې وروسته 'بل هدف' کیوبا دی او وړاندوینه یې وکړه چې دا کیریبین هیواد به ډیر ژر وپاشل شي. ټرمپ واشنګټن ډي سي ته په خپله ځانګړې الوتکه (ایرفورس ون) کې د سفر پر مهال خبریالانو ته وینا کې کیوبا یو 'ګډوډ' او 'ناکام هیواد' وباله. هغه وویل چې دا هیواد به په 'لنډ وخت کې' سقوط وکړي او له هغه وروسته یې د امریکا د ملاتړ ژمنه وکړه. ټرمپ زیاته کړه چې د وضعیت له خرابیدو وروسته به امریکا هلته د مرستې لپاره حاضره وي ترڅو له کیوبا او 'زموږ له غوره کیوبايي الاصله امریکایانو' سره مرسته وکړي."

د سوډان په جنوبي کردوفان کې د چټک غبرګون ځواکونو په بریدونو کې ۱۴ ملکیان ووژل شول
"د یوه سیمه ییزې طبي ډلې په وینا، د سوډان د نیمه نظامي ځواکونو چټک غبرګون ځواکونو  لخوا په جنوبي کردوفان کې د توپخانې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ ملکیان وژل شوي دي. د سوډان د ډاکټرانو شبکې ویلي چې په وژل شویو کې دوه ښځې او پنځه ماشومان شامل وو. په دې بریدونو کې ۲۳ نور کسان ټپیان شوي هم دي. د سوډان پوځ او نیمه نظامي چټک غبرګون ځواکونه د ۲۰۲۳ کال له اپریل راهیسې په کورنۍ جګړه بوخت دي چې پکې په لسګونو زره کسان وژل شوي او نږدې ۱۳ میلیونه نور بې ځایه شوي دي."

د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د جګړې په ترڅ کې په جنوبي لبنان کې د ملګرو ملتونو یو سوله ساتونکی سرتیری ووژل شو
"د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو (یونیفیل) په وینا، د جنوبي لبنان د ادشیت القصیر کلي ته نږدې په یو مرکز کې د مرمۍ د لګیدو له امله یو سوله ساتونکی سرتیری وژل شوی او بل سخت ټپي دی. یونیفیل په یوې اعلامیه کې ویلي چې د مرمۍ سرچینه لا معلومه نه ده او د پیښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پیل شوې دي. د یونیفیل سرتیري په جنوبي لبنان کې د اسرائیل سره پر سرحدي کرښه د تاوتریخوالي څارلو لپاره ځای پر ځای شوي دي، دا هغه سیمه ده چې د اسراییلي ځواکونو او حزب الله ترمنځ د تکراري نښتو شاهده ده."

لاتیني کلیسا په بیت المقدس کې د اسرائیل لخوا په یوې مقدسې کلیسا محدودیتونه وغندل
"وروسته له هغه چې اسرائیلي پولیسو په بیت المقدس کې د  د لاتینې کلیسا مشر  ته اجازه ورنکړه چې د 'پالم سنډې' په مناسبت د کلیسا په مراسمو کې د ګډون لپاره  لوی سپڅیلې کلیسا ته ننوځي، نړیوالې نیوکې زیاتې شوې دي. د بیت المقدس لاتیني کلیسا او د مقدسې ځمکې ساتونکو په یوې ګډې اعلامیه کې دا اقدام یو 'خطرناک عمل' بللی او هغه یې 'غیر منطقي او نامناسب' وباله. په اعلامیه کې راغلي چې دا پریکړه د عبادت له آزادۍ او د سپیڅلو ځایونو د اوسني وضعیت  څخه سرغړونه ده. د ویلو ده چې د ټولې نړۍ مسیحیانو ددې پیښې له امله خواشیني څرګنده کړې ده.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د وري ۷
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه