وروستي خبرونه| د غوايي ۲۵
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه| د غوايي ۲۵
ټرمپ: د چین ولسمشر شي د بېجینګ په خبرو کې ایران ته د وسلو ورکول رد کړل


"د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د چین ولسمشر شي جین پینګ ورته ویلي، بېجینګ به ایران ته پوځي تجهیزات ورنکړي.

ټرمپ دا هم وویل چې شي د هرمز تنګي د خلاص ساتلو ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې چین له سیمې څخه د تېلو پر وارداتو ډېره تکیه کوي.

دا څرګندونې په داسې یوې مرکې کې وشوې چې ټرمپ په بېجینګ کې له شي سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه خبرې کولې."

په نوي ډیلي کې د بریکس د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ایران او متحده عربي اماراتو ترمنځ لفظي شخړه
"د ایران دولتي رسنیو د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر په نوي ډیلي کې د بریکس په غونډه کې متحده عربي امارات د ایران پر ضد په پوځي عملیاتو کې په مستقیمه توګه په لاس لرلو تورن کړل.

دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وشوې چې متحده عربي اماراتو د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هغه ادعا رد کړه چې ګواکې هغه له ایران سره د جګړې پر مهال دغه خلیجي هېواد ته سفر کړی و.

د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل، متحده عربي اماراتو د امریکا او اسراییلو د بریدونو په پیل کې د هغوی غندنه ونه کړه او خبرداری یې ورکړ چې "له اسراییلو سره د نفاق اچولو لپاره همکاري کوونکي" به ځواب ویونکي وي."

هاوانا ته د سي آی اې د مشر د سفر پر مهال، کیوبا د امریکا د ۱۰۰ میلیونه ډالرو مرستې پر وړاندیز غور کوي
"کیوبا وايي، د امریکا د ۱۰۰ میلیونه ډالرو بشري مرستې پر وړاندیز به غور وکړي، خو د تېلو د بندیزونو له امله چې عامه خدمات یې له ستونزو سره مخ کړي، د واشنګټن د نیت په اړه شک لري.

د بهرنیو چارو وزیر برونو روډریګز وویل، حکومت مرستې ته چمتو دی خو ټینګار یې وکړ چې دا مرسته باید له کوم شرط او سیاسي تړاو پرته وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکې ویلي و چې په پټه یې د مرستې ترڅنګ د سپوږمکۍ له لارې انټرنېټ ته د لاسرسي وړاندیز په دې شرط کړی و چې کیوبا به "معنادار اصلاحات" مني."

ډیپلوماتان: په واشنګټن کې د اسرائیلو او لبنان د سولې خبرو نوی پړاو پیل شو
"ډیپلوماتانو ویلي، اسرائیلو او لبنان په داسې حال کې په واشنګټن کې د سولې د خبرو نوی پړاو پیل کړی چې د دوی وروستی اوربند پای ته رسېږي.

دغه دوه ورځنۍ خبرې د پنجشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د لبناني او اسراییلي استازو په ګډون پیل شوې.

دا د مارچ پر ۲مه د حزب الله او اسراییلو ترمنځ د دښمنۍ له بیا پیل راهیسې درېیمه ورته غونډه ده، چې بیروت د حزب الله له مخالفت سره سره په کې ګډون کوي."

تورکیې او قزاقستان د نویو تړونونو له لارې دفاعي او انرژۍ برخه کې خپلمنځي ملګرتیا پیاوړې کړه
"تورکیې او قزاقستان استانه ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر پر مهال د پانګونې، انرژۍ، دفاع، پوهنې، رسنیو او زیربنا په برخو کې ۱۳ تړونونه لاسلیک کړل.

اردوغان او د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف د دوه اړخیزو خبرو او د تورکیې او قزاقستان د لوړې کچې ستراتیژیکې همکارۍ شورا له شپږمې غونډې وروسته د دغو تړونونو د لاسلیک څارنه وکړه.

دواړو مشرانو د خپلو هېوادونو ترمنځ "د تلپاتې دوستۍ او ملګرتیا اعلامیه" هم لاسلیک کړه."

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د غوايي ۲۴
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر