"په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر ادعا کوي چې سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر او اردن پر تهران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په اسانتیا برابرولو سره خپلې «مکلفیتونه تر پښو لاندې کړي دي»."
ایران له پنځو عربي هېوادونو – سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، بحرین، قطر او اردن څخه د تاوان غوښتنه کړې او هغوی یې پر ایران د امریکا او اسرائیلو په بریدونو کې په ګډون تورن کړي دي.
د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش او د امنیت شورا رئیس جمال فارس الروایعي ته په یوه استول شوي لیک کې، په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي امیر سعید ایرواني ادعا وکړه چې دغو هېوادونو پر ایران د امریکا او اسرائیلو بریدونو ته د لارې هوارولو له امله خپل «نړیوال مکلفیتونه» مات کړي دي.
هغه وویل چې له همدې امله، دا هېوادونه باید مسؤل وګڼل شي او د جګړې پر مهال د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.
په سیمه کې کړکېچ وروسته له هغه اوج ته ورسېد چې امریکا او اسرائیلو د فبروري په ۲۸مه پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل.
تهران د تېرې اونۍ د دوه اونیز اوربند له اعلان دمخه پر اسرائیلو، عراق، اردن او هغو خلیجي هېوادونو بریدونه وکړل چې د امریکا پوځي اډې پکې وې. په دغو نښتو کې په ټوله سیمه کې په زرګونو کسان ووژل شول او ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او امریکا پلاوو د یکشنبې په ورځ وختي په اسلام اباد کې ۲۱ ساعته خبرې اترې بې له کومې هوکړې پای ته ورسولې.














