نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد
د امریکا او ایران مرکچیان اسلام آباد ته ورسیدل
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد / AP
13 ساعته مخکې


د امریکا لخوا پاکستان ته د مرستیال ولسمشر په  کچه له ۲۰۱۱ کال راهیسې د دا لومړی سفر په داسې حال کې  ترسره کیږي چې په پاکستان کې د منځني ختیځ د اوربند خبرو ته د پرمختګ ورکولو هڅې روانې دي.
حکومتي سرچینو انادولو اژانس ته ویلي، د امریکا د هوایي ځواک "ایر فورس ټو" الوتکه چې د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس په مشرۍ یو پلاوی پکې سپور و، د شنبې په ورځ د دوه اوونیو اوربند په ترڅ کې د منځني ختیځ د جګړې پای ته رسولو لپاره له ایران سره د برخلیک ټاکونکو خبرو په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته راورسېده.

سرچینو زیاته کړې، دوه نورې الوتکې چې د امریکایي پلاوي غړي او ژورنالستان پکې سپاره وو، هم د پلازمېنې اسلام اباد ترڅنګ په راولپنډۍ کې د نور خان هوايي ډګر ته راکښته شوې.

د امریکا په پلاوي کې ځانګړی استازی سټیو ویټکوف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جیرډ کوشنر هم شامل دي.

دا له ۲۰۱۱ کال راهیسې لومړی ځل دی چې د امریکا کوم مرستیال ولسمشر پاکستان ته سفر کوي.

د ایران پلاوی چې مشري یې د پارلمان رئیس باقر قالیباف کوي او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي او د ملي امنیت شورا مرستیال علي باقري هم ورسره ملګرتیا کوي، د شنبې په سهار وختي اسلام اباد ته راورسېد.

د اسلام اباد خبرې

پاکستان د "اسلام اباد خبرو" په نوم د دې تاریخي مذاکراتو کوربه دی، چې تمه کیږي په مستقیم او غیر مستقیم ډول ترسره شي.

د پاکستاني چارواکو په وینا، دا خبرې چې د پاکستان په منځګړیتوب ترسره کیږي، د کلکو امنیتي تدابیرو لاندې په پلازمېنه کې په یوه ناڅرګند ځای کې روانې دي او ممکن "څو ورځې" دوام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به په دې خبرو کې د اسلام اباد استازیتوب کوي. دغه خبرې لومړي وزیر شهباز شریف "د دایمي اوربند لپاره برخلیک ټاکونکې" بللې دي.

یوه جګپوړي حکومتي چارواکي انادولو ته ویلي، ټاکل شوې چې دواړه پلاوي په جلا توګه له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وګوري.

 

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر او د قطر له امیر سره ټلیفوني خبرې وکړې
شمالي کوریا د کلسټر مهماتو سرګلولې لرونکی بالستیک توغندی وازمویه
د بریتانیا لومړي وزیر د سعودي عربستان د ولیعهد سره لیدنه وکړه.
ټرمپ وايي ناټو له امریکا سره په جګړه کې مرسته ونه کړه.
ټرمپ:امریکایي ځواکونه به تر هغې په ایران کې او شاوخوا کې پاتې شي ترڅو چې 'واقعي هوکړه' پلي نشي
ایران وايي د سولې له خبرو وړاندې د ۱۰ ماده ییز چوکاټ مهمې مادې نقض شوي
اردوغان له ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران د اوربند د "سبوتاژ" په اړه خبرداری ورکړ
په افغانستان کې د سېلابونو، زلزلو او ځمکې ښوېدنې له امله ۱۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پنټاګون: د ایران دفاعي او صنعتي بنسټونه «په بشپړ ډول» ویجاړ شوي دي
په استانبول کې پر امنیتي پوسته د ترهګریز برید په تړاو ۱۰ تنه ونیول شول
ولسمشر اردوغان د امریکا او ایران د اوربند هرکلی وکړ، پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار وکړ
د اوربند سره سره  ایران او خلیجي هېوادونو کې د نویو ډرون او توغندیزو بریدونو خبر ورکړل شوی
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ناټو د سرمنشي مارک روته سره لیدنه کوي.
چین: افغانستان او پاکستان د یوې 'هراړخیزې حل لارې' پر لټولو موافقه وکړه
تورکیې د امریکا او ایران د لنډمهاله اوربند هرکلی وکړ او د هغه پر "بشپړ پلي کېدو" یې ټینګار وکړ