منځنی ختیځ
1 د لوستلو دقیقه
په مرکزي اسرائیل کې ډزو یو تن وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي
د اسرائیلو د امبولانس خدمتونو ادارې ویلي چې د یکشنبې په ورځ د مرکزي اسرائیل په "کوخاو یایر" (Kochav Ya'ir) سیمه کې د ډزو په پایله کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي، چې د دوو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.
په مرکزي اسرائیل کې ډزو یو تن وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي
په مرکزي اسرائیل کې ډزو یو تن وژلی او پنځه نور یې ټپیان کړي دي

بېړنیو خدماتو په مرکزي اسرائیل کې د ډزو په پېښو کې د یوه تن د وژل کېدو او دوو نورو د سخت ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د اسرائیلو د امبولانس خدمتونو ادارې ویلي چې د یکشنبې په ورځ د مرکزي اسرائیل په "کوخاو یایر" (Kochav Ya'ir) سیمه کې د ډزو په پایله کې یو تن وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي، چې د دوو کسانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی.

"یدیعوت احرونوت" ورځپاڼې ویلي چې دغه ټپيان کوخاو یایر ته نږدې په یوه تېلو سټیشن کې، په "څور یتزحاق" (Tzur Yitzhak) کې په یو بل ځای کې او د ۵۵۳۳ لویې لارې په اوږدو کې په نښه شوي دي.

یادې ورځپاڼې ویلي چې یو فلسطیني الاصله اسرائیلی په ډزو وژل شوی، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونو د بل شکمن کس د نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي چې دوی ته په "سلیت" (Sal'it) او "څور یتزحاق" سیمو کې د ډزو د څو پېښو په اړه راپورونه رسېدلي او هلته یې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول