پنټاګون د چهارشنبې په ورځ وویل چې یو امریکایي سرتیری د شمالي عراق په یوه هوایي اډه کې د یوې "روزنیزې پېښې" پر مهال ژوند د لاسه ورکړ.
دغه سرتیری د ټیکساس ایالت د رابینسن اوسیدونکی ۲۶ کلن سارجنټ دیوین اې سیبل (Sgt. Devin A. Seibel) دی.
د اعلامیې له مخې، سیبل د می په ۳۱مه په اربیل هوایي اډه کې (د داعش ترهګرې ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ ماموریت) نه د ملاتړ د عملیاتو پر مهال مړ شوی دی.
وړاندیز شوي
پنټاګون یادونه وکړه چې د هغه د مړینې د څرنګوالي په اړه څېړنې لا هم روانې دي.
د پېښې په اړه سمدستي نور جزئیات نه دي خپاره شوي.






















