افغانستان
2 د لوستلو دقیقې
افغانستان له پاکستان سره په تازه نښتو کې د ۴ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ د مړو شمېر ۹۵ ته لوړه شو
د افغان حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د امریکایي ټولنیزې رسنۍ 'ایکس' له لارې ویلي چې دا مرګ ژوبله په سوېل ختیځ ولایت خوست کې رامنځته شوې ده.
افغانستان له پاکستان سره په تازه نښتو کې د ۴ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ د مړو شمېر ۹۵ ته لوړه شو
افغانستان له پاکستان سره په تازه نښتو کې د ۴ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ د مړو شمېر ۹۵ ته لوړه شو / AP
12 مارچ 2026

افغانستان د پنجشنبې په ورځ وویل چې له پاکستان سره په تازه نښتو کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي. له دې سره د پولې دواړو غاړو ته د وژل شویو سرتېرو او ملکي وګړو رسمي شمېر لږ تر لږه ۹۵ ته ورسېد.

د افغان حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د امریکایي ټولنیزې رسنۍ 'ایکس' له لارې ویلي چې دا مرګ ژوبله په سوېل ختیځ ولایت خوست کې رامنځته شوې ده.

اسلام اباد تر اوسه په دې اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی، خو د فبرورۍ له وروستیو راهیسې یې د پولې په اوږدو کې د "غضب لالحق" په نوم خپل عملیات جاري ساتلي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې څخه د مارچ تر ۵مې پورې په افغانستان کې د توپخانې د ډزو او هوایي بریدونو له امله د ۵۶ وژل شویو په ګډون، ۱۸۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د کابل او اسلام اباد لخوا په شریک شویو رسمي ارقامو کې ښکاري چې د مړو شمېر ۹۵ ته لوړ شوی دی. په دې کې په پاکستان کې ۱۳ سرتېري او یو ملکي وګړی، او په افغانستان کې ۱۳ سرتېري او ۶۸ ملکي وګړي شامل دي.

په وروستیو اونیو کې د افغانستان او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي. تېره میاشت پر ډیورنډ کرښه یو ځل بیا تاوتریخوالی زیات شو چې په پایله کې یې دواړو لورو ته ځاني او مالي زیانونه واوښتل.

پاکستان ادعا کوي چې افغانستان هغو ترهګرو ته خوندي پناوځایونه ورکړي چې پر دغه هېواد بریدونه کوي، خو کابل دا تورونه په کلکه ردوي.

اسلام اباد ادعا کړې چې ۵۸۳ افغان طالبان او وسله وال یې وژلي دي، په داسې حال کې چې کابل بیا د ۵۵ پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا کوي؛ خو دا دواړه ادعاوې په خپلواک ډول نه دي تایید شوې.

وپلټۍ
ایران :په د اسلام آباد په مذاکراتو کې د امریکا سره هوکړې ته ډیر نږدې شوي وو خو امریکا خنډ رامنځته کړ
بلوچستان ازادۍ پوځ په نامه وسله والې ډلې د پاکستان پر ساحلي ساتونکو برید کړی؛ ۳ تنه وژل شوي
ایران : د امریکا او اسرائیل په بریدونو کې د وژل شوو ۳۳۷۵ تنو هویت تثبیت شوی دی
پاکستان د ایران او امریکا څخه د اوربند ژمنو ته د درناوي کولو غوښتنه وکړه
ترکي څارنوالانو  د نیټنیاهو او ۳۴ نورو کسانو لپاره د عمر قید غوښتنه وکړه
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: ناټو د امریکا د ګټو لپاره حیاتي ده، تورکیه کلیدي رول لوبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د اسرائیلي پوځیانو ظلم او څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد
اردوغان: د فلسطيني زندانیانو لپاره د اسرائيل د اعدام سزا د هټلر له تګلارو سره ورته ده
هرات کې پر یوه تفریحي ځای برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي
د ګرینلینډ لومړي وزیر د ټرمپ څرګندونې رد کړې