د ویلو ده چې دا بریدونه یوه ورځ وروسته له هغه چې د اوکراین ولسمشر زېلینسکي پر کییف د روسیې په بریدونو چې له امله يي ۲۴ کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو ، د نورو غچ اخیستونکو بریدونو د ترسره کولو ژمنه وکړه.
د مسکو د سیمې والي د یکشنبې په ورځ وویل چې د روسیې د پلازمېنې شاوخوا سیمو باندې د یوه "پراخ" بریدونو په لړ کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو درې کسان وژلي دي.
والي اندري ووروبیوف پر ټیلیګرام ولیکل: "د ملکي وګړو په یو کور د بې پیلوټه الوتکې د لګېدو په پایله کې یوه ښځه ووژل شوه. یو بل کس تر کنډوالو لاندې بند پاتې دی." همداشان پدې برید کې دوه تنه نورو نارینو هم ژوند د لاسه ورکړی وو.
هغه وویل: "د سهار له درېیو بجو راهیسې، د هوايي دفاع ځواکونه د پلازمېنې پر سیمه د بې پیلوټه الوتکو یو پراخ برید پر دفع کولو پیل کړی دی." هغه زیاته کړه چې څلور کسان ټپیان شوي او بنسټیز تاسیسات په نښه شوي دي.
د بله پلوه چارواکیو ویلي دي چې روسیې هوايي دفاع سیسټمونو د شپې له خوا لږ تر لږه ۷۴ ډرونونه شنډ کړي، چې ۱۲ کسان یې ټپیان کړي دي.
ښاروال سرګي سوبیانین پر ټیلیګرام لیکلي "په هغو ځایونو کې چې د ډرونونو ټوټې غورځېدلې، لږ زیان اوښتی دی."
هغه وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ټولټال ۱۲۰ ډرونونه شنډ شوي دي.
مسکو او کییف د بندیانو له تبادلې او د سهشنبې په ورځ د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو وروسته بریدونه بیا پیل کړي دي.
چارواکو د دغو ډرونونو سرچینه نه ده مشخصه کړې، خو اوکراین له څلورو کلونو راهیسې د روسیې د پوځ د ورځنیو بمباریو په ځواب کې، په منظمه توګه د روسیې په خاوره کې بریدونه کوي او وايي چې هم پوځي او هم د انرژۍ مرکزونه په نښه کوي.
که څه هم د پلازمېنې سیمه ډېری وخت د ډرون بریدونو هدف ګرځي، خو خپله د مسکو ښار لږ په نښه کیږي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د جمعې په ورځ پر روسیې یوه ورځ وروسته له هغه چې روسیې پر اوکراین پراخه بریدونه وکړل چې له امله يي ۲۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی د لا زیاتو غچ اخیستونکو بریدونو ژمنه وکړه .













