منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
اروپایي ټولنې په لبنان کې یونيفیل د یو بل سرتېري له وژل کېدو وروسته د 'بشپړ حساب ورکولو' غوښته وکړه
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې د روانې اونۍ په لومړیو کې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د موقتي ځواکونو (UNIFIL) د یو بل سرتېري وژل کېدل وغندل او د حساب ورکولو په اړه یې د دغې ټولنې غوښتنې یو ځل بیا تکرار کړې.
اروپایي ټولنې په لبنان کې یونيفیل د یو بل سرتېري له وژل کېدو وروسته د 'بشپړ حساب ورکولو' غوښته وکړه
اروپایي ټولنې په لبنان کې یونيفیل د یو بل سرتېري له وژل کېدو وروسته د 'بشپړ حساب ورکولو' غوښته وکړه

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې ویلي چې لبنانیان د روان تاوتریخوالي او هوايي بریدونو له امله درنه او د نه منلو وړ بشري او ټولنیزه-اقتصادي بیه پرې کوي.

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشرې د روانې اونۍ په لومړیو کې په لبنان کې د ملګرو ملتونو د موقتي ځواکونو (UNIFIL) د یو بل سرتېري وژل کېدل وغندل او د حساب ورکولو په اړه یې د دغې ټولنې غوښتنې یو ځل بیا تکرار کړې.

کاجا کالاس د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې اروپایي ټولنه پر ټولو اړخونو غږ کوي چې د اسرائیل او د لبنان د حزب الله ډلې ترمنځ د هوکړې شرطونه په بشپړ ډول مراعات کړي او "د حزب الله لخوا هر ډول اضافي شرطونه" رد کړي.

هغې پر دې ټینګار وکړ چې ټول پوځي عملیات باید "سمدستي" ودرول شي؛ هغې له حزب الله څخه وغوښتل چې د جنوبي لیتاني له سیمې څخه وځي او له اسرائیل څخه یې وغوښتل چې د لبنان له خاورې بهر شي.

کالاس زیاته کړه: "اروپایي ټولنه به د لبنان د حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي او د اسرائیل او لبنان ترمنځ د هوکړې د پلي کېدو ملاتړ ته چمتو ده."

په اعلامیه کې راغلي چې د لبنان خلک د روان تاوتریخوالي او هوايي بریدونو له امله "درنه او د نه منلو وړ" بشري او اقتصادي بیه پرې کوي.

د بهرني سیاست مشرې یادونه وکړه چې د روانې اونۍ په لومړیو کې د لبنان د وسله والو ځواکونو لپاره د ۱۰۰ ملیون یورو (۱۱۵ ملیون ډالرو) مرستې تصویب شوې کڅوړه به د هغوی د ظرفیتونو په لوړولو کې مستقیمه مرسته وکړي.

اعلامیه زیاتوي: "اروپایي ټولنه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پرېکړه لیک د بشپړ پلي کېدو غوښتنه کوي، چې له مخې یې باید اسراییل د لبنان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي او د حزب الله په ګډون ټولې غیر دولتي وسله والې ډلې بې وسلې شي."

کالاس وویل چې ټول اړخونه باید نړیوال قوانین، په ځانګړې توګه نړیوال بشري قوانین مراعات کړي، او ټینګار یې وکړ چې ملکیان او ملکي بنسټونه "باید تل خوندي وي."

هغې یو ځل بیا د یونيفیل (UNIFIL) ځواکونو او د هغوی له دندې څخه د اروپایي ټولنې بشپړ ملاتړ اعلان کړ او ویې ویل چې دغه ټولنه پر سوله ساتو ځواکونو ټول بریدونه، په ځانګړې توګه د جون په ۴مه د یو بل سرتېري وژل کېدل په کلکه غندي. دا د مارچ له میاشتې راهیسې اووم سوله ساتونکی دی چې وژل کېږي.

په اعلامیه کې راغلي: "د سوله ساتو ځواکونو وژل د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او باید په بشپړ ډول یې حساب وشي."

لبنان او اسرائیل د چهارشنبې په ورځ موافقه وکړه چې خپل نازک اوربند تازه کړي او "ازمایښتي زونونه" رامنځته کړي، چې کنټرول به یې یوازې د لبنان د پوځ په لاس کې وي او ټول غیر دولتي فعالان به ترې ایستل کېږي.

دا هوکړه په واشنګټن کې د امریکا په منځګړیتوب تر څلور پړاوه خبرو اترو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې اعلان شوه.

دا خبرې اترې په لبنان باندې د اسرائیلو د نږدې ورځنیو بریدونو وروسته وشوې چې د مارچ له ۲مې راهیسې یې نږدې ۳۵۰۰ کسان وژلي دي، سره له دې چې د اپریل په ۱۷مه اوربند شوی و او وروسته د جولای تر لومړیو پورې غځول شوی و.

 

 

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول