د سوریې نوې ادارې په پرله پسې ډول د هغو کسانو د نیولو اعلان کړی چې د ۲۰۱۱-۲۰۲۴ کلونو کورنۍ جګړې پر مهال یې د ملکي وګړو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه په کار اخیستو تورن دي.
سوریې د اسد د دورې د دوو چارواکو، د لوی درستیز د پخواني مرستیال او د هوايي ځواک د پخواني قومندان د نیولو اعلان وکړ.
د کورنیو چارو وزیر انس خطاب د جمعې په ورځ پر اېکس (X) شبکې په یوه پوسټ کې اعلان وکړ: "جنایتکاران جنرال واصل العوید، د لوی درستیز مرستیال، او پیلوټ جنرال ابراهیم محلا، د ۲۲مې هوايي فرقې لوی درستیز، چې د خونړي رژیم دوه نښې دي، اوس زموږ په توقیف کې دي."
هغه د دغو نیونو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.
د حساب ورکونې د هڅو د یوې برخې په توګه، د سوریې نوې ادارې په پرله پسې ډول د هغو کسانو د نیولو اعلان کړی چې د ۲۰۱۱-۲۰۲۴ کلونو کورنۍ جګړې پر مهال یې د ملکي وګړو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه په کار اخیستو تورن دي.
بشار الاسد، چې نږدې ۲۵ کاله یې پر سوریې واکمني وکړه، د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر پر ۸مه روسیې ته وتښتېد، چې په دې سره د بعث ګوند لسیزې اوږده واکمني پای ته ورسېده. د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ یوه انتقالي اداره جوړه شوه.












