ملګري ملتونه: ټولې خواوې باید په هرمز تنګي کې د کښتۍ چلولو ازادۍ ته درناوی وکړي
ایران د فبروري په ۲۸مه د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته د تنګي له لارې ترافیک په عملي توګه بند کړی و.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په "ټولو خواوو" غږ کړی چې د هرمز تنګي کې د تګ راتګ ازادي ته درناوی وکړي، وروسته له هغه چې ایران او وروسته متحده ایالاتو د دې مهمو اوبو له لارې تګ راتګ بند کړ.
دا تنګی، چې له لارې یې د نړۍ د نفت او ګازو پنځمه برخه لېږدول کېږي، هغه مهال یو مهم د شخړې ټکی وګرځيد چې امریکا او ایران د اوربند د خبرو پر مهال هڅه کوي پر یو بل برلاسي ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په تنګي کې ګډوډۍ "له نږدې سیمې هاخوا مستقیم اغیزې درلودې، د نړیوالې اقتصادي کمزورۍ او په ډیری سکتورونو کې د ناامنۍ زیاتوالي سره."
دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اونۍ په پای کې د سولې خبرو اترو له ناکامۍ وروسته د ایران بندرونو او ساحلي سیمو ته د کښتیو د ننوتلو یا وتلو د بندولو امر وکړ.
ایران لا دمخه د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته، د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په تعقیب، د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ په عملي ډول درولی و.
د ګوتیریش ویاند دا هم وویل: "موږ باید په یاد ولرو چې شاوخوا ۲۰ زره سمندري کارکوونکي په دې شخړه کې ښکېل شوي او دا مهال په کښتیو کې بند پاتې دي، چې هره ورځ د زیاتیدونکو ستونزو سره مخ دي."
ګوتېرش همدارنګه د سولې د خبرو د دوام غوښتنه وکړه.
ویاند وویل: "په ورته وخت کې، اوربند باید په بشپړه توګه وساتل شي. ټولې سرغړونې باید ودرول شي."














