وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۲۶
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۲۶
ټرمپ پلان لري له خلیجي مشرانو سره په ملګرو ملتونو کې د ایران د جګړې په اړه خبرې وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د خلیج له مشرانو سره د ایران جګړې د بل پړاو په اړه خبرې وکړي.

د امریکایي رسنۍ اکیوس (Axios) په وینا، دا خبرې اترې به د واشنګټن پر هغو وړاندیزونو تمرکز ولري چې د جګړې وروسته اسټراټیژۍ او په سیمه کې د «راتلونکې چوکاټ) لپاره وړاندې شوي دي.

سرچینې وایي، تمه کېږي دا چوکاټ يوازې تر راتلونکو منځمهالو ټاکنو وروسته وروستی شي.

د چهارشنبې په ورځ د خلیج همکارۍ شورا (GCC) شپږو غړیو  سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، بحرین، کویټ او عمان ته بلنلیکونه لېږدول شوي دي.

برېتانیا: اسرائیل د غزې جګړې له امله نړیوال ملاتړ له لاسه ورکوي

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ایډ میلیبانډ وایي اسرائیل په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د خپلو کړنو له امله په نړۍ کې «خپل دوستان له لاسه ورکوي»؛ داسې کړنې چې د هغه په وینا خلک یې په نړیواله کچه تحرک ته اړ کړي دي.

هغه ټینګار وکړ چې پر غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو د برېتانیا لګول شوي بندیزونه «اشغال» په نښه کوي، نه په خپله اسرائیل د یوه دولت په توګه.

میلیبانډ خبرداری ورکړ چې د دوو دولتونو حل لاره «په ساحه کې د شته حقایقو له امله له منځه تلونکې ده»، او د ثبوت په توګه یې د اسرائیلو لخوا د E1 ښارګوټي پراختیا ته اشاره وکړه.

هغه دغه راز د جزا د نړیوالې محکمې (ICJ) د ۲۰۲۴ کال پرېکړې ته په اشارې د «ښارګوټو اوسېدونکو د تروریزم» زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړ.

امريکا د روسيې پر وړاندې د نویو پراخو بندیزونو کڅوړه تصویب کړه

په واشنګټن کې قانون جوړوونکو د اوکراین جګړې په غبرګون کې پر روسیې د نویو او پراخو بندیزونو طرحه تصویب کړه او له میاشتو ځنډ وروسته یې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ولېږله.

 د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې د  استازو جرګې دا کڅوړه د ۲۰۴ مخالفو رایو پر وړاندې د ۲۶۲ موافقو رایو ته تصویب کړ. همداشان په سنا مجلس کې هم د ۱۱ مخالفو رایو پر وړاندې د ۸۶ موافقو رایو سره تصویب شوه.

ولسمشر ټرمپ اشارې ورکړې چې دا سند به د قانون په توګه توشېح کړي.

دا طرحه په مستقیم ډول د روسیې د انرژۍ او دفاعي صنایعو، په خپله ولسمشر ولادیمیر پوتین، د هغه لوړپوړي چارواکي او هغه بې نومه بېړیو (shadow tanker fleet) لړۍ نښه کوي چې مسکو یې د شته بندیزونو  نه د ځان د ژغورولو لپاره کاروي.

دا قانون سپینې ماڼۍ ته صلاحیت ورکوي ترڅو پر هغو هېوادونو تر ۱۰۰ سلنې پورې ګمرکي تعرفې ولګوي چې لا هم له روسیې څخه په زیاته کچه تېل او ګاز اخلي — دا ګام په مستقیم ډول د مسکو دوه تر ټولو لوی پیرودونکي، چین او هند په نښه کوي.

تورکیه او ایران پر تروریزم ضد مبارزه او د سرحدي امنیت پر تامین خبرې کوي

د تورکیې د کورنیو چارو وزیر مصطفی چفتچي په انقره کې له خپل ایراني سیال سکندر مؤمني سره وکتل او د رسمي بیان له مخې یې پر تروریزم، سازمان موندلو جرمونو، سرحدي امنیت او مهاجرت خبرې وکړې.

د خبرو ډېره برخه د PKK د هغو فرعي ډلو پر له منځه وړلو تمرکز درلود چې د «تروریزم څخه پاکې تورکیې» تر نوښت لاندې د دغې ډلې له منځه تللو وروسته هم تر بېلابېلو نومونو لاندې فعالیت کوي.

وزیرانو د PJAK (چې له PKK پورې تړلې ډله ده) او د هغې په اړه چې چفتچي «د نوې نسل سازمان موندلي جرمي شبکې» وبللې، خبرې وکړې.

هغه ټینګار وکړ چې د تورکیې او ایران همکاري حیاتي ده، او زیاته یې کړه چې له سوریې او عراق څخه د PKK د تړلو ډلو پاکول د سیمه ییز ثبات لپاره خورا مهم دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي: د امنیت شورا اصلاحات خورا اړین دي ځکه ځینې ځواکمن هېوادونه له قانون سرغړونه کوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وایي چې د امنیت شورا فلج شوې ده.

هغه د نړۍ د لویو ځواکونو ترمنځ ژورو اختلافونو ته اشاره وکړه — چې د هغه په وینا، ځینې یې په شورا کې د ناستې پر مهال هم نړیوال قوانین ماتوي.

ګوترش د امنیت شورا اصلاح کول «بشپړ اولویت» وباله.

هغه وایي چې د شورا جوړښت لا هم د لسګونو کلونو مخکې نړۍ انځوروي، نه د هغې نړۍ چې موږ نن په‌کې ژوند کوو.

هغه همدا راز خبرداری ورکړ چې کله لوی ځواکونه داسې چلند کوي، دا نورو ته ناسم مثال وړاندې کوي.

هغه وویل، نور هېوادونه ښايي زړه ور شي چې «له معافیت سره» عمل وکړي او دا په دقیق ډول هغه نهادونه زیانمنوي چې د سولې ساتلو لپاره جوړ شوي وو.

 

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د سنبلې یا وږي ۲۵
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر