وروستي خبرونه | د غوايي ۷
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د غوايي ۷
ټرمپ وايي ایران کولی شي د اوربند د خبرو لپاره له امریکا سره اړیکه ونیسي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې که ایران غواړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره مذاکرات وکړي، نو کولی شي له متحده ایالاتو سره اړیکه ونیسي. ټرمپ په یوه مرکه کې وویل: "که دوی غواړي خبرې وکړي، دوی کولی شي موږ ته راشي، یا موږ ته زنګ ووهي. تاسو پوهیږئ، ټلیفون شتون لري. موږ خوندي او ښه لاینونه لرو."

د اوربند د ماتېدو په ترڅ کې په سویلي لبنان کې د اسرائیل په بریدونو کې ۱۴ کسان ووژل شول

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې په سویلي لبنان کې د اسرائیل په بریدونو کې ۱۴ تنه وژل شوي، که څه هم د اسرائیل او حزب الله ترمنځ اوربند شتون لري. وزارت تایید کړې چې په وژل شویو کې دوه ښځې او دوه ماشومان شامل دي او زیاته یې کړه چې ۳۷ نور کسان ټپیان شوي دي. حزب الله ویلي چې اسرائیل د اپریل له ۱۷مې نیټې راهیسې، کله چې لس ورځنی اوربند پیل شوی، ۵۰۰ ځله ترې سرغړونه کړې ده.

اسرائیل یو ځل بیا پر غزې برید وکړ، د یو ماشوم په ګډون څلور فلسطینیان یې ووژل

 طبي سرچینو انادولو خبري اژانس ته ویلي چې د روان اوربند سره سره، په غزه کې د اسرائیل د بریدونو په نوې څپې کې د یوه ماشوم په ګډون څلور فلسطینیان وژل شوي دي. د دوو فلسطینیانو جسدونه د الشفاء روغتون ته انتقال شوي، وروسته له هغه چې د اسرائیل یوې بې پیلوټه الوتکې د غزې ښار په سویل ختیځ کې یو موټرسایکل په نښه کړ.

سرچینو زیاته کړې چې یو بل فلسطیني په مرکزي غزه کې د اسرائیلي پوځ په ډزو ووژل شو، په داسې حال کې چې یو ۱۴ کلن تنکی ځوان د غزې ښار په شمال کې د یو برید په پایله کې د اخیستو ټپونو له امله ساه ورکړه.

 

په کولمبیا کې د چاودیدونکو توکو په برید کې ۱۳ تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول

پولیسو ویلي چې د لویدیځې کولمبیا د کاجیبیو په سیمه کې پر "پان امریکن" لویه لاره د چاودیدونکو توکو په یوه برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي. د کاکا والي، اکتاویو ګوزمان وویل چې دا برید په ولایت کې د څو جرمي کړنو څخه یو و، او زیاته یې کړه: "کاکا نشي کولی یوازې له دې وحشت سره مخ شي. موږ د ترهګرۍ له داسې څپې سره مخ یو چې سمدستي ځواب ته اړتیا لري." هغه همدارنګه له ملي حکومت څخه د عامه نظم د دې سخت بحران په وړاندې د "قوي، دوامداره او اغیزمنو اقداماتو"

غوښتنه وکړه.

ولسمشر اردوغان پر ټرمپ د برید هڅه وغندله او ورسره یې ټلیفوني خبرې وکړې

د تورکیې د مخابراتو ریاست د یوې خبرپاڼې له مخې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې. د دې اړیکې په جریان کې، ولسمشر اردوغان ولسمشر ټرمپ ته په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو په مېلمستیا کې د شوي برید د هڅې په اړه د سلامتیا هیلې څرګندې کړې. ترکي مشر وویل:

"دا زموږ لپاره د راحت ځای دی چې چا ته زیان نه دی رسیدلی، په ځانګړې توګه ولسمشر ټرمپ او د هغه میرمنې میلاني ټرمپ ته." هغه زیاته کړه: "په ډیموکراسۍ کې مبارزه د افکارو له لارې کیږي؛ د تاوتریخوالي لپاره هیڅ ځای نشته. زه ولسمشر ټرمپ، د هغه میرمنې، د امریکا حکومت او خلکو ته خپله خواخوږي وړاندې کوم."

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د غوايي ۴
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر