وروستي خبرونه | د غوايي ۴
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د غوايي ۴
ټرمپ د اسرائیل او لبنان ترمنځ د اوربند له غځولو وروسته د عون او نتانیاهو د سرمشریزې هیله لري .

 "د امریکا ولسمشر ټرمپ ویلي، دی تمه لري چې د اسرائیل او لبنان مشران به په راتلونکو څو اونیو کې له ده سره وګوري، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند د درې اونیو غځولو له اعلانولو وروسته یې سږ کال د دایمي سولې د تړون هیله څرګنده کړې ده.

ټرمپ د لبنان او اسرائیل له سفیرانو سره د لیدنې پر مهال وویل: "زه فکر کوم چې د سولې لپاره خورا ښه چانس شته. زما په اند دا باید یوه اسانه معامله وي."

هغه زیاته کړه: "زه په نږدې راتلونکي کې د اسرائیل لومړي وزیر، بي بي نتانیاهو، او د لبنان ولسمشر، جوزف عون، کوربه توب ته سترګې په لار یم."

د انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر: د هرمز تنګي د بندښت له امله هره ورځ ۱۳ میلیونه بېرله تېل له لاسه ورکول کېږي

"د انرژۍ د نړیوالې ادارې اجرائیوي رئیس، فاتح بیرول، خبرداری ورکړی چې نړۍ د تاریخ تر ټولو لوی انرژۍ امنیتي ګواښ سره مخ ده، ځکه د ایران جګړې او د هرمز تنګي پرله پسې تړلو د انرژۍ نړیوال جریانونه سخت ګډوډ کړي دي.

بیرول وویل چې بازار لا دمخه هره ورځ ۱۳ میلیونه بېرله تېل له لاسه ورکړي او په مهمو توکو کې هم له لویو خنډونو سره مخ دی.

هغه خپل پخواني خبرداری بیا تکرار کړ چې د ایران جګړه او د هرمز تنګي بندښت کولی شي د تاریخ تر ټولو لوی انرژۍ بحران رامنځته کړي، او د تېلو په نړیواله سوداګرۍ کې د دغې اوبلارې مرکزي رول ته یې اشاره وکړه."

لبنان د اسرائیلي ځواکونو له خوا د ۲۸ خبریالانو د وژنې په اړه پر ملګرو ملتونو فشار راوړي

 

"په ملګرو ملتونو کې د لبنان دایمي استازې له عالي کمېشنر ولکر ترک څخه وغوښتل چې د ۲۰۲۳  کال له اکتوبر راهیسې د اسرائیلو له خوا د ۲۸ لبناني خبریالانو د وژنې په اړه مداخله وکړي، او دا بریدونه یې د ملکي وګړو او رسنیزو کارکوونکو په نښه کولو یوه پراخه او ژوره اندېښمنونکې بېلګه وبلله.

سفیرې کارولین زیاده وویل، دا بریدونه "د نړیوالو بشردوستانه قوانینو جدي سرغړونه ده،" او د ژنیو کنوانسیونونو او د روم اساسنامې له مخې یې د خبریالانو خوندیتوب ته اشاره وکړه.

هغې زیاته کړه: "د داسې کړنو عادي کول باید ودرول شي او په وسله والو شخړو کې خبریالانو ته ورکړل شوي خوندیتوبونه باید وساتل شي،" او د حساب ورکونې د ملاتړ لپاره یې د ترک د مداخلې غوښتنه وکړه."

زیلینسکي: اوکراین له سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو سره د 'ډرون تړون' لاسلیک کړی

"د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې کییف له سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو سره امنیتي تړونونه لاسلیک کړي دي، او دا یې د 'ډرون تړون' په توګه یاد کړی چې د خصوصي او عامه سکتورونو سره د قراردادونو له لارې به پلي شي.

زیلینسکي وویل چې د دې تړون یوه مهمه ځانګړتیا "ارزانه ډرونونه او د ګډ تولید کرښې" دي، چې د ۱۰،۰۰۰ ډالرو په ارزښت مدافع ډرونونه د ایران د ۱۳۰،۰۰۰ ډالرو په ارزښت د شاهد ډرونونو د مقابلې لپاره ډیزاین شوي دي.

هغه زیاته کړه چې غواړي د ډرون تولید په برخه کې خپله تجربه له امریکا سره هم شریکه کړي."

تورکیې او اوو هېوادونو د الاقصی جومات د سرغړونو او ناقانونه ابادیو له امله اسرائیل وغانده

"د تورکیې، مصر، اندونیزیا، اردن، پاکستان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه د پولیسو تر ساتنې لاندې د ناقانونه میشتو کسانو او چارواکو له خوا د الاقصی جومات انګړ ته پرله پسې ننوتل او هلته د اسرائیلي بیرغونو پورته کول غندلي دي.

دوی دا کړنې د نړیوالو قوانینو او نړیوال بشردوستانه قانون "ښکاره سرغړونه" وبلله او خبرداری یې ورکړ چې دا د نړۍ د مسلمانانو لپاره یو نه منونکی پاروونکی عمل دی.

وزیرانو وویل چې دا ډول کړنې د بیت المقدس سپېڅلتیا ته زیان رسوي او د نړۍ په دې تر ټولو حساسه مذهبي او سیاسي سیمه کې د ارامۍ ساتلو هڅې کمزورې کوي."

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د وري ۳
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر