د ایران پوځ وایي داسې اطلاعات یې ترلاسه کړي چې ښیي متحده ایالاتو پر ایران د بریدونو د بیا پیلولو پرېکړه کړې ده.
د خاتم الانبیاء مرکزي اډې خبر ورکړی چې دغه پرېکړه په یوه اروپایي هېواد کې په یوه ګډه ناسته کې د سیمې د ځینو هېوادونو په (موافقې) شوې ده.
دغې اډې خبرداری ورکړی که چیرې واشنګټن کومه «تېروتنه» وکړي، په سیمه کې به د امریکایي ګټو او د ځواکونو د مېشتېدو د ساحو پر وړاندې بالمثل او سخت تلافي جویانه اقدام وشي.
قطر وایي د امریکا او ایران د خبرو اترو د بیا پیلولو لپاره منځګړې هڅې روانې دي
قطر وایي منځګړی ټیم یې له نږدې دوو اونیو راهیسې پر هغو وړاندیزونو بحثونه کوي چې موخه یې د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د خبرو اترو بیا پیلول دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري وویل چې دوحه له واشنګټن او تهران سره د مذاکراتو د بیا پیلولو په موخه پر نویو طرحو او نظرونو تبادله کوي.
نوموړي زیاته کړه چې قطري منځګړي د پرمختګ د ترلاسه کولو لپاره د بېلابېلو پلازمېنو ترمنځ په تګ راتګ کې دي، او قطر او پاکستان د دواړو لوریو ترمنځ منځګړیتوب مخ ته وړي.
روسیې د اوکراین د ټاکنو ورځې بریدونو ته د ځواب ورکولو ژمنه وکړه؛ زیلینسکي له ترامپ سره د لیدنې خبر ورکړ
چارواکو ویلي، روسیې ژمنه کړې چې د ټاکنو په وروستۍ ورځ پر موسکو او شاوخوا سیمو د اوکراین د ډرون بریدونو د تلافي کولو لپاره به پر کیف هوایي بریدونه سخت کړي؛ هغې بریدونه چې دوه کسان پهکې ووژل شول او د تېلو یو چاڼځای پهکې اور واخیست.
د روسیې د دفاع وزارت اوکراین «د روسي اتباعو د ډیموکراتیکې ارادې په ګډوډولو» تورن کړ او د ټینګ غبرګون ښودلو ژمنه یې وکړه.
په ورته وخت کې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ترامپ سره تر تیلیفوني خبرو وروسته، په نیویارک کې له نوموړي سره پر مخامخ لیدنه موافق شوی دی.
د حلب په سویل کې د مهماتو پر یوه ډیپو کې زورورې چاودنې شوي دي
د سوریې دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د حلب ولایت په سویل «العیس» سیمه کې زورورو چاودنو سیمه ولړزوله او په یوه پوځي اډه کې د دویمې درجې نورې چاودنې هم ثبت شوې دي.
د دغه هېواد «الانباریه» دولتي ټلوېزیون وویل چې د لومړنیو چاودنو لامل لا هم تر څېړنې لاندې دی، په داسې حال کې چې سانا (SANA) رسمي خبري اژانس راپور ورکړ چې دا چاودنې العیس ته نږدې په یوه پوځي تاسیسات کې رامنځته شوې دي.
سیمه ییزو سرچینو ویلي چې چاودنې د سوریې د دفاع وزارت اړوند د مهماتو په یوه ډیپو کې شوې دي.
ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه ناسته کې د ګډون لپاره نیویارک ته ورسېد
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د لوړې کچې په اونۍ کې د ګډون په موخه نیویارک ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې چې اردوغان د سه شنبې پر ورځ خپله کلنۍ وینا وکړي، چې دا به د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د هغه ۱۶م شتون او وینا وي.
تمه کېږي چې د هغه وینا به پر غزه د اسراییلو پر نسل وژونکې جګړې، د فلسطین پر نړیوال رسمیت پېژندلو او پر اسراییلو پر ممکنه ډیپلوماټیکو اقداماتو متمرکزه وي، په داسې حال کې چې نوموړی به له بېلابېلو نړیوالو مشرانو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.
