وروستي خبرونه | د وري ۱۱
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه | د وري ۱۱
ټرمپ ګواښ کړی چې که هوکړه ونشي، د ایران د تېلو په تاسیساتو به برید وکړي
12 ساعته مخکې


د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې، کارولین لیویټ، تهران ته وروستی خبرداری (ضرب الاجل) ورکړی: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې چې د لسو ورځو په دننه کې دې له ایران سره هوکړه وشي، که نه نو دا هېواد به له بشپړ پوځي ویجاړۍ سره مخ شي.
د اپریل د ۶مې نېټې له نږدې کېدو سره سم، امریکا سیمې ته په زرګونو سمندري ځواکونه او پراشوټي سرتېري استوي؛ دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه ۱۱ زره جنګي الوتنې ترسره شوې دي. که څه هم لیویټ ادعا کړې چې شخصي خبرې اترې ګټورې دي، خو ټرمپ خبرداری ورکړی چې د هوکړې په ترلاسه کولو کې پاتې راتلل یا د هرمز تنګي کې هر ډول ګډوډي به د دې لامل شي چې امریکا د ایران د برېښنا کارخانې او د تېلو زیربناوې "بشپړې له منځه یوسي."

په لبنان کې چې د اسرائیلو د سختو بریدونو سره مخامخ دی د ملګرو ملتونو دوه نور سوله ساتي سرتیري ووژل شول
په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ماموریت (UNIFIL) په جنوب کې د خپلو دوو کارکوونکو د وژل کېدو خبر ورکړی. دا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دویمه خونړۍ پېښه ده چې د اسرائیلو د ځمکني برید پر مهال رامنځته کېږي.
یونیفیل وویل چې دوه اندونیزیايي سوله ساتي هغه وخت ووژل شول کله چې "د نامعلوم علت یوې چاودنې د دوی موټر ویجاړ کړ" او دوه نور ټپیان شول، چې د یو حالت نازک دی. تېره ورځ هم یو بل اندونیزیايي سوله ساتي د یونیفیل پوستې ته نږدې په یو برید کې وژل شوی و. د ملګرو ملتونو د سوله ساتو عملیاتو مشر ژان پییر لاکروکس دا بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې "ټول هغه اعمال چې سوله ساتي له خطر سره مخ کوي، باید ودرول شي."

نړۍ د فلسطیني بندیانو لپاره د اسرائیلو د اعدام نوې سزا وغندله
وروسته له هغه چې د اسرائیلو کنیسټ (پارلمان) د فلسطیني بندیانو لپاره د اعدام د سزا قانون تصویب کړ، په نړیواله کچه غندنې راوپارېدې؛ منتقدین دا اقدام "جنګي جنایت" بولي.
فلسطیني ادارې او حماس دا قانون د توکمپالنې (فاشیزم) لور ته یو ګام او د نسل وژنې قانوني کول او د جنیوا کنوانسیون تر پښو لاندې کول بللي دي. که څه هم لومړي وزیر نتانیاهو د ۶۲ موافقو او ۴۸ مخالفو رایو په پایله کې د دې قانون ملاتړ وکړ، خو ملګرو ملتونو او اروپايي قدرتونو – له هغې جملې جرمني او فرانسې – خبرداری ورکړی چې دا قانون تبعیضي دی او د ژوند اساسي حق تر پښو لاندې کوي. مصر او اردن هم خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو دا "نژاد پرستانه" پالیسي د برخلیک ټاکلو حق په نښه کوي او ټوله سیمه له بې ثباتۍ سره مخ کوي.

په هایتي کې د ډله ییزو وسله والو په برید کې لسګونه کسان ووژل شول
د هایتي په 'ارتیبونیت' سیمه کې د یوې وسله والې ډلې په وحشیانه برید کې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او په زرګونو نور بې ځایه شوي دي، چې د هېواد امنیتي کړکېچ یې نور هم ژور کړی دی.
د بشري حقونو ډلو 'ګران ګریف' (Gran Grif) ډله تورنه کړې چې په 'ژان ډینیس' او 'پونټ سونډي' کې یې له ۵۰ څخه ډېر کورونه سوځولي دي او د حکومت بې غوري یې د دې جرم شریکول بللي دي. پولیسو د وژل شویو کسانو شمېر کم ښودلی، خو عیني شاهدان په سختو حالاتو کې د تښتېدونکو کورنیو حال بیانوي. دا ډله ییزه وژنه په داسې هېواد کې د وینې تویدنې وروستۍ پېښه ده چې له کلونو راهیسې د ډله ییزو تاوتریخوالو او سیاسي بې ثباتۍ په منګولو کې دی.

ایټالیا د تورکیې د TB3 بې پیلوټه الوتکو په مرسته خپل سمندري ځواک پیاوړی کوي
د ځایی رسنیو د راپورونو له مخې، ایټالیا د خپلې الوتکې وړونکې کښتۍ 'کاوور' (Cavour) لپاره د تورکیې جوړې بیرقدار ټي بي ۳ Bayraktar TB3 بې پیلوټه الوتکې اخلي، چې دا د دوی د سمندري ځواک د پام وړ پیاوړتیا ښيي.
د سمندري ځواکونو مشر اډمیرل اینریکو کریډینډینو په یوه پارلماني ناسته کې د دغو الوتکو د اخیستلو پلان تایید کړ. دغه بې پیلوټه الوتکې د تورکیې د 'بایکار' (Baykar) شرکت لخوا جوړې شوي او د TB2 الوتکې پرمختللې نسخه ده چې په ځانګړي ډول د الوتکې وړونکو کښتیو لپاره ډیزاین شوي دي. دا بې پیلوټه الوتکې به د ایټالیا سمندري ځواک ته د څارنې او برید په برخه کې پرمختللي وړتیاوې چمتو کړي.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د وري ۱۰
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر
اټومي سیاستونه