وروستي خبرونه| د وري ۲۰
00:00
00:0000:00
نړۍ
وروستي خبرونه| د وري ۲۰
ایران وايي امریکا باید د اوربند او یا د اسرائیل له لارې د جګړې ترمنځ یو انتخاب وکړي
13 ساعته مخکې


ایران خبرداری ورکړی چې متحده ایالات باید یا د اوربند ملاتړ وکړي او یا د "اسرائیل له لارې د جګړې دوام" ته اجازه ورکړي، او ویلي یې دي چې واشنګټن "دواړه نشي لرلای."
د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د ایران او امریکا د اوربند شرایط "روښانه او څرګند" دي، او ټینګار یې وکړ چې اوس مسؤلیت د واشنګټن پر غاړه دی ځکه چې "نړۍ ورته ګوري."
هغه زیاته کړه چې د نړۍ پام په لبنان کې هغو پیښو ته اوښتی چې ده ورته "ډله ییزې وژنې" وویل.
په ورته وخت کې، د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم، د یوې باخبرې سرچینې په حواله راپور ورکړی چې که اسرائیل پر لبنان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي، تهران ممکن له اوربند څخه ووځي.

د امریکا او ایران ترمنځ له هوکړې څو ساعته وروسته د اوربند نقض دوام لري
د متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د دوه اونیو اوربند له پیلیدو څو ساعته وروسته، خلیجي هیوادونو د اخلال راپورونه ورکړي، ځکه چې شنډ شوي ډرون او توغندي د ټپي کیدو او بنسټیزو تاسیساتو د زیانمنیدو لامل شوي.
د ایران سپاه پاسداران ویلي چې د هغوی "ګوته لا هم پر ماشه ده"، او خبرداری یې ورکړی چې دوی هر ډول برید ته په ډیر ځواک سره ځواب ویلو ته چمتو دي.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د اوربند له اعلان وروسته، د اسرائیلو بریدونو تر ۲۵۴ ډیر کسان وژلي او له ۱۱۶۵ څخه ډیر یې ټپیان کړي دي.
په متحده عربي اماراتو کې، د راغورځیدلو ټوټو له امله درې کسان ټپیان شوي او یو ګازي تاسیسات په موقتي ډول تړل شوی، چې چارواکو یې پړه پر ایران اچولې ده. بحرین او کویت هم د توغندیو د شنډولو او زیانونو راپورونه ورکړي دي.
د ایران په لاوان تصفیه خانه کې هم د چاودنو راپورونه ورکړل شوي، چې د اوربند سره سره په سیمه کې د نازکې ارامۍ ښکارندویي کوي.

له ۱۰۰۰ څخه ډیر مرستندویه کارکونکي وژل شوي؛ ملګرو ملتونو د خطر زنګ وواهه
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مشر ټام فلیچر ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۳۲۶ مرستندویه کارکونکي وژل شوي، چې دا په تیرو دریو کلونو کې د څه باندې ۱۰۰۰ مړینو برخه ده، چې په کې ۵۶۰ په محاصره شوې غزه او اشغال شوې لویدیځه غاړه کې شامل دي. هغه دا وژنې "د یوې بې قانونه، جنګ غوښتونکې، خودخواه او تاوتریخجنې نړۍ نښه" وبلله.
دا وژنې په ۲۱ هیوادونو کې شوي، چې د تیرو دریو کلونو په پرتله یې مړینه "تقریبا درې چنده" زیاته کړې ده.
فلیچر ټینګار وکړ: "دا کومه ناڅاپي پېښه نه ده؛ بلکې دا د خوندیتوب (محافظت) بشپړ له منځه تلل دي،" ځکه بشردوستانه کارکونکي د خوراکي توکو، اوبو، درملو او سرپناه د ویشلو پرمهال وژل شوي دي.

چین: افغانستان او پاکستان د خبرو اترو پر دوام هوکړه وکړه
چین ویلي چې افغانستان او پاکستان موافقه کړې چې د دوه اړخیزو اړیکو اغیزمنوونکو مسلو د حل لپاره پر یو "هراړخیز پلان بحث وکړي،" او پر خبرو اترو او مشورو یې د مهمو ګامونو په توګه ټینګار کړی.
د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل، دا تفاهم د اوو ورځنیو خبرو اترو په پایله کې رامنځته شوی چې د سه شنبې په ورځ د چین د سینکیانګ ایالت په اورومچي کې پای ته ورسیدې.
نینګ وویل "درې واړو خواوو باور درلود" چې په یوه "متلاطم او بدلیدونکي" سیمه ایز چاپیریال کې، د دوستانه اړیکو ساتل د دواړو هیوادونو د خلکو او په سویلي اسیا کې د سولې او ثبات لپاره حیاتي دي.

اردوغان او ټرمپ د ایران د اوربند او سیمه ایزو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې
د تورکیې د عامه اړیکو ریاست وویل، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د چهارشنبې په ورځ له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره د ایران د نوي اعلان شوي اوربند او سیمه ایزو پرمختګونو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.
د اعلامیې له مخې، دواړو مشرانو د سیمې وروستی وضعیت وڅېړل او د ایران او امریکا پر هوکړې یې تمرکز وکړ.
ولسمشر اردوغان له دغه اوربند څخه خوښي څرګنده کړه او دا "له یوې سختې ۴۰ ورځنۍ دورې وروسته دوه اونیزه کړکۍ" د دایمي سولې په لور یو مهم فرصت وباله. هغه د دې دورې په مؤثره توګه پر کارولو ټینګار وکړ او د هغو کړنو په اړه یې خبرداری ورکړ چې کیدای شي دا پروسه زیانمنه کړي.

لا زیات واورۍ
وروستي خبرونه | د وري ۱۹
د ډیجیټل دورې نوی ګواښ: د مغزو ورستېدل
د چاپیریال په اړه نړۍوال کنفرانس
د ۳۴ تورو لرونکې ګډې ترکي الفبا معرفي کول، د ترکي نړۍ د هیوادونو ترمنځ د کلتوري همکاریو مهم ګام دی
د تاریخي حجاز ریلګاډي د بیا فعالیدو چمتوالی دوام لري.
چین ولې د پرمختلونکي هېواد ګټې پرېښودې؟
د زلزلو پر وړاندې عامه پوهاوی
د تورکیې دفاعي صنعت
د ماشومانو ډیجیټل کارګري
نادر ځمکني عناصر ، د ننۍ نړۍ د قدرتونو د سیالۍ اصلي عنصر