ترامپ له فوکس نیوز سره په مرکه کې د ایران سره د امریکا د روانې جګړې او بریدونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، واشنګټن د منځمهالو ټاکنو پورې پر ایران بشپړ برید نه کوي.
هغه وویل: "ښايي زه د ټاکنو له امله دا کار ونه کړم،" او ادعا یې وکړه چې ایران په لړزانده حالت کې دی او "له خورا لويو ستونزو سره مخ دی."
ترامپ وویل چې له امريکايي بریدونو سره سره ایران لا هم توغندي لري، خو ادعا یې وکړه چې د هغوی د وسلو ذخیرې تر ډېره حده له منځه وړل شوې دي.
هغه زیاته کړه: "دوی ډېر څه درلودل، او اوس هم یو څه لري. د هغوی پوځي سرچینې تر ډېره له منځه وړل شوي دي... خو اوس هم ځیني توغندي لري. دوی به تل یو شمیر توغندي ولري."
هغه همدا راز وویل چې د جګړې د بهیر پر پرمختګ هیڅ پښېماني نه لري او ادعا یې وکړه چې د امریکا بریدونو د ایران اټومي وړتیاوې له منځه وړې ده.
ترامپ وویل: "که زه دا کار بيا هم وکړم، دقیقاً په همدې توګه به یې وکړم،" او ادعا یې وکړه که چیرې دوې پر ایران برید کړی نوی تهران به د اسرائیل، منځني ختیځ او د امریکا د ښارونو پر وړاندې له اټومي وسلو څخه ګټه اخیستې وای.
د امریکا ولسمشر د وال سټریټ ژورنال (Wall Street Journal) هغه راپور هم رد کړ چې ګواکې له ایران سره جګړه به د هغه د واکمنۍ د دورې تر پایه دوام وکړي، او ویې ویل دا چې داسې شي "هیڅ امکان نه لري."

















