نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
د بریتانیا لومړي وزیر انډي برنهام وویل چې بریتانیا په غزه کې د رامنځته شوي وضعیت په غبرګون کې ځنډ کړی او کافي اقدام یې نه دی کړی.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
برنهام

برنهام په اېکس (X) ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه کې لیکلي چې نړۍ د پخوا په پرتله ډېره خطرناکه شوې ده.

هغه وویل چې له اروپايي ټولنې څخه د بریتانیا له وتلو د ۱۰ کلونو په تېرېدو سره، دغه هېواد د رهبرۍ او د خپلو ارزښتونو د دفاع باور بایللی دی. برنهام زیاته کړه: "زه به دې حالت ته اجازه ورنکړم. دا له بل هر وخت زیاته مهمه ده چې بریتانیا د خپلو ارزښتونو ملاتړ وکړي."

برنهام په منځني ختیځ کې د دوو دولتونو د حل‌لارې پر باب د بریتانیا د کلونو ملاتړ ته په اشارې وویل: "دا خبرې تر هغه وخته بې معنی دي چې موږ یې پر عملي ګامونو ملاتړ ونه کړو. موږ د اوږدې مودې لپاره په اقدام کې زړه نا زړه وو او د اسرائيل ضد بلل کېدو له وېرې مو ګام نه پورته کاوه."

برنهام روښانه کړه چې د اسرائيلو تر اشغال لاندې له فلسطیني سیمو سره د سوداګرۍ د بندولو پرېکړه په پوره دقیقې ارزونې سره شوې ده: "دا ګامونه د اسرائيلو د حکومت نه منل کېدونکې پالیسۍ په نښه کوي، نه د اسرائيلو ولس."

هغه د فلسطین د خلکو درېدلی درد "د نړۍ په وجدان کې یو ټپ" وبللو.

برنهام یادونه وکړه چې په غزه کې لا هم بې ګناه فلسطینیان وژل کېږي او د بشري ناورین سره سره، سیمې ته خورا کمې بشري مرستې داخلېږي.

په غزه کې د زرګونو کسانو وژل کېدو او د میلیونونو خلکو بې ځایه کېدو ته په اشارې، برنهام زیاته کړه:

"زه پوهېږم چې د بریتانیا خلک دا درد په ژوره توګه احساسوي. زه یې هم احساسوم. تر لومړي وزیر کېدو مخکې ما ویلي وو چې د بریتانیا ردعمل ډېر ورو او ناکافي و. زه ژمن یم چې د حکومت لیدلوری بدل کړم. په داسې حال کې چې دا وېروونکی درد دوام لري او په سیمه کې د سولې او ثبات لویه هیله — چې د دوو دولتونو حل‌لاره ده — تر برید لاندې ده، زه نه شم کولی تش نندارچی پاتې شم."

برنهام ددې خبرې په ټینګار وویل  چې اسرائيلو په وروستیو ۴ کلونو کې د تېرو ۲۰ کلونو په پرتله د غیرقانوني مېشت ځایونو زیاتې طرحې تصویب کړې دي، او زیاته یې کړه چې د فلسطیني ځمکو غصب کوونکو اسرائيلي مېشتېدونکو سږکال په ۱۵۰۰ تاوتریخوالي ډکو پېښو کې لاس درلود.

هغه وویل وضعیت له بد نه بدترېږي: "د اسرائيلو حکومت د ۲۰۲۲ کال په دسمبر کې واک ته له رسېدو راهیسې د ۱۰۴ نویو مېشت ځایونو منظوري ورکړې ده. د اکتوبر له ټاکنو وړاندې د E1 مېشت ځای د جوړولو پروسې ته د دوام اجازه ورکول کېږي. دا پروژه، چې د لوېدیځې غاړې له منځه تېرېږي، د دوو دولتونو د حل‌لارې د پلي کېدو هیله له منځه وړي. دې ته اجازه نه شي ورکول کېدای."

برنهام یادونه وکړه چې پرون د اشغال شویو سیمو سره د سوداګرۍ بندولو له پرېکړې ترڅنګ، غزه ته د بشري مرستو نوې کڅوړه هم اعلان شوې ده.

لومړي وزیر برنهام ټینګار وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷مې پېښې په غزه او لوېدیځه غاړه کې د اسرائيلو اقدامات نشي توجیه کولی، او ویې ویل: "زموږ اخیستل شوې پرېکړې د دې ترڅنګ چې غیرقانوني مېشت ځایونه په نښه کوي، پر اسرائيلو فشار زیاتوي ترڅو خپله تګلاره بدله کړي. موږ په ټولیز ډول پر اسرائيلو بندیزونه نه لګوو، ځکه دا به د اسرائيلو د هغو خلکو د مجازات کولو په معنی وي چې د خپل حکومت د موقعیت ملاتړ نه کوي."

بریتانیا، فرانسې، اسپانیې او کاناډا په ګډون ۱۲ هېوادونو پرون په یوه ګډه بیانیه کې اعلان وکړ چې د اشغال شویو فلسطیني سیمو سره به سوداګري بنده کړي.

 

وپلټۍ
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي
تورکیې او اوه نورو هېوادونو د اسرائیلو لخوا د فلسطینیانو د بې ځایه کولو پلانونه وغندل
اسرائیلو د سوریې په سویلي قنیطره سیمه بمبار وکړ
ایران د امریکا پر «غیر قانوني» بریدونو غبرګون وښود؛ د سخت غچ اخیستنې ګواښ یې وکړ
په ناټو کې د امریکا سفیر ویتیکر وویل چې ناټو به د خپلو متحدینو پر وړاندې هایبرډ بریدونه ونه مني
کرملین ماڼۍ ویلي چې پوتین د امریکايي استازو سره د اوکراین د جګړې په اړه «خورا صریحې» خبرې اترې وکړې"
روسیې امریکا ته ویلي دي چې د اوکراین په اړه هر ډول هوکړه باید "میداني واقعیتونه" منعکس کړي.
اردوغان : تورکیه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره کار کوي
ټرمپ پر ایران د امریکا روان بریدونه یوه "ناچیزه موضوع" وبلله
ایران د امریکا پر خلکو غږ وکړ ، مه پرېږدئ چې څوک مو ماشومان د اسرائیل لپاره پر اجیرانو بدل کړي
د اردن د بهرنیو چارو وزیر: پر اردن د ایران بریدونه "ځوابي بریدونه" نه وو ، قصدي بریدونه وو