تورکیه
5 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د تورکیې د ماشین او کیمیاوي صنعت شرکت عمومي رئیس الهامي کیلیش د مصر په پلازمېنه قاهره کې د دوی لخوا د جوړ شوي شرکت په اړه وویل: "موږ د 'ظفر' (Zafer) په نوم یو داسې شرکت جوړ کړی دی چې سل په سلو کې د مصر د قوانینو مطابق دی .
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته

د تورکیې د  ماشین او کیمیاوي صنعت شرکت عمومي رئیس الهامي کیلیش د مصر په العلمین (El Alamein) ښار کې د "العلمين نړيوال هوایي نندارتون" پر مهال د انادولو اژانس د خبریال پوښتنو ته ځوابونه وویل.

کیلیش پر دې ټینګار وکړ چې د مصر او تورکیې ترمنځ د دوستانه او متحدو هېوادونو په توګه خورا ارزښتناکې اړیکې شتون لري او زیاته یې کړه: "مصر یو داسې هېواد دی چې موږ ورسره ګډې تاریخي اړیکې، ګډ دین لرو او له سیاسی پلوه هم ورسره ډېر نږدېوالی احساسوو. له همدې امله له مصر سره څه کول زموږ لپاره خورا معتبر او ارزښتمن دي."

کیلیش روښانه کړه چې د تورکیې د  ماشین او کیمیاوي صنعت شرکت مصر ته د یوه "بازار" په توګه د لیدلو پر ځای، "د ګډو کارونو د ترسره کولو" په سترګه ګوري: "له دې ځایه سمدستي وړاندې موږ په سرایوو کې وو. حتی په سرایوو کې داسې یوه ښېګڼه هم رامنځته شوه؛ هلته د لومړي ځل لپاره د دفاعي صنعت نندارتون جوړ شو او د دغه لومړي نندارتون لومړی تړون موږ له مصر سره لاسلیک کړ. له هغې سمدستي وروسته د مهالوېش له مخې دا ځای و. ژر تر ژره ترې راووتلو او دلته راغلو."

"موږ له مصر سره یو تړون وکړ"

کیلیش د دې خبر په ورکولو سره چې د مصر د پوځي تولیداتو له وزارت سره یې د چاودېدونکو توکو په ګډون د دفاعي صنعت د محصولاتو د ګډ تولید او پراختیا په اړه یو د تفاهم یادښت امضا کړی، وویل: "موږ له مصر سره د ګډو انرجټیک توکو، چاودېدونکو موادو د تولید او د بېلابېلو مهماتو او تجهیزاتو د پروسس او ګډ تولید په اړه یو تړون لاسلیک کړ."

کیلیش زیاته کړه  چې په ځانګړي ډول د غیر متوازن ګواښونو له تنوع وروسته د تورکیې د  ماشین او کیمیاوي صنعت شرکت د تولګا' سیسټم ته لېوالتیا زیاته شوې ده او په دوام کې یې وویل:

"مصر هم له دې سیسټم سره علاقه لري او موږ پر مصر د تولګا سیستم پلور ترسره کړ. دا سیستم يوازې د مصر لپاره نه ده، بلکې تر دې وروسته به نور پړاوونه هم ولري. د دې لپاره چې دا سیستم په (تشکیلاتو) کې داخله کړو، اوس مو یو سمبولیک پلور کړی دی. خو په مصر کې د هغې  (ګډې تصدۍ) له لارې چې موږ یې جوړوو، داسې یو بنسټ رامنځته کوو چې وکولای شو د افریقا ټول بازار او حتی خلیج ته هم خپل تولیدات ووېشو. دلته مصر د پوځي وسایطو د جوړولو وړتیا لري. د مصر د هغې وړتیا او زموږ د برجک، قومانده کنټرول سیسټم، سختو او نرمو دفاعي حل لارو په یوځای کولو سره، موږ د یوه ګډ تولید پر لور پرمختګ کوو. له همدې امله زموږ شریک په دې نندارتون کې د TOLGA سیسټمونو غوښتنه هم وکړه."

کیلیش دې ته په اشارې سره چې د مهماتو او وسلو د تولید د تجربې په برخه کې د  تورکیې د  ماشین او کیمیاوي صنعت شرکت د ذخیره شوي پوهې او مهارت  کچه خورا ارزښتمنه شوې، وویل: "اوس ټول هېوادونه هڅه کوي دا ډول تولیدات په خپلو هېوادونو کې دننه ترسره کړي. نو ځکه، زموږ د ټیکنالوژۍ د لېږد وړتیا د محصولاتو له صادراتو څخه مخکې شوې ده."

"موږ به د سیمه ییز کولو (لوکلایزیشن) په برخه کې هم کار وکړو"

کیلیش بیان کړه چې دوی له صادراتو سربېره له څو هېوادونو سره د ګډ تولید د میکانیزمونو په اړه خبرې اترې کوي او وې ویل: "موږ مخکې یادونه کړې وه چې په کاناډا کې ګډې تصدۍ جوړوو. هلته بهیر دوام لري. اوس له دې ځایه سمدستي وروسته د امریکا متحدو ایالتونو ته ځو. په امریکا کې به پر ځینو پانګونو خبرې وکړو. په لېرې اسیا، مالیزیا او اندونیزیا کې جدي بنسټونه جوړېږي، حتی په مالیزیا کې موږ په داوطلبۍ کې برخه اخیستې. د هغې داوطلبۍ په چوکاټ کې هلته د سیمه ییز کولو خبره هم شته. له همدې امله موږ به د تولید د سیمه ییز کولو په برخه کې هم ګامونه پورته کړو."

کیلیش د دې په څرګندولو سره چې له بېلابېلو هېوادونو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي، زیاته کړه: "د نړۍ په څلورو برخو کې د خپلو دغو وړتیاوو پر مټ هڅه کوو چې هم خپله د تولید شبکه، هم خپل ارتباطي چینلونه او هم خپل بازار پراخ کړو. اوس مهال طبعاً نړیوال شرایط هم دې ته خورا مالي او مناسب دي، او موږ هم د دې فرصت د کارولو په هڅه کې یو."

کیلیش له مصر سره د ګډ تولید د لاسلیک شوي تړون په اړه داسې توضیحات ورکړل:

"موږ د 'ظفر' پر نوم یو داسې شرکت جوړ کړی چې  سل په سلو کې د مصر د قانون له مخې تاسیس شوی او ټول اسهام یې د تورکیې د  ماشین او کیمیاوي صنعت شرکت پورې اړه لري. دا جوړ شوی شرکت به په مصر کې د تورکیې د  ماشین او کیمیاوي صنعت شرکت په استازیتوب زموږ سوداګریز فعالیتونه مدیریت کوي او هغو ګډو پروژو او تولیدي تاسیساتو ته به پرمختګ ورکوي چې موږ یې له لارې جوړوو. نو ځکه، دلته د تورکیې د  ماشین او کیمیاوي صنعت شرکت داسې یو شرکت ترلاسه کړ چې د مصر د قانون له مخې د فعالیت پوره حقوقي وړتیا لري. په دې توګه، د تورکیې د  ماشین او کیمیاوي صنعت شرکت لکه څنګه چې په اذربایجان کې شتون لري، په مصر کې به هم له خپلو حقوقي هویتونو سره شتون ته دوام ورکړي."

کیلیش د دې په بیانولو سره چې د 'ظفر' په نوم شرکت په قاهره کې تاسیس شوی، وویل: "زموږ هغې ملګرتیاوې چې له نورو شرکتونو یا سیمه ییزو تصدیو سره یې جوړوو، د دغه شرکت لخوا به تاسیسېږي. یعنی ظفر به په هغو شرکتونو کې شریک وي. په دې توګه موږ په قاهره کې داسې یو شرکت تاسیس کړ ترڅو په مصر، او حتی په افریقا او د خلیج په سیمه کې زموږ له سوداګریزو فعالیتونو سره مرسته وکړي."

 

وپلټۍ
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې
روسیه وايي ممکن له اوکراین او امریکا سره درې اړخیزې خبرې بېرته پیل شي
د لبنان په سویل کې اسرائیلو د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ کسان ووژل
د تورکیې د ښځو د والیبال ملي لوبډلې د اروپا اتلولۍ وګټله
د تورکیې  ولسمشر اردوغان د هیواد د ښځو د والیبال ملي لوبډلې ته د اروپا د اتلولۍ د ګټلو له امله مبارک
قالیباف: پداسې حال چې تهران د اقتصادي ستونزو د حل هڅه کوي، د امریکا بریدونو ته به هم  ځواب ورکړي
په غزې کې د اسرائیل قاتلانه بریدونو د ۵ فلسطینیان ژوند واخیست
امریکايي استازو د سولې د هڅو په لړ کې کییف ته خپل لومړنی سفر وکړ
په نوي ډهلي کې د یوې ودانۍ د نړېدو له امله ۵ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور تر خاورو لاندې دي