د اسرائیل دا خونړي بریدونه په داسې حال کې کیږي چې تل ابیب د سولې پروسې د زیانمنولو له امله د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس له سختو نیوکو سره مخ دی.
د لبنان د روغتیا وزارت د جمعې په ورځ وویل چې په جنوبي لبنان کې د شپې راهیسې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي دي، سره له دې چې په منځني ختیځ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هوکړه لاسلیک شوې او لبنان هم پکې شامل دی.
وزارت ویلي: «له نیمې شپې راهیسې تر نن سهار پورې د اسرائیلو سختو هوايي بریدونو د شهیدانو او ټپیانو د لېږدولو مخه نیولې ده. په لږ تر لږه ۱۰ کلیو او ښارګوټو کې د لومړنیو شمېرو له مخې ۱۸ کسان شهیدان او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.»
د لبنان دولتي خبري اژانس ویلي چې «دښمن څو ډله ییزې وژنې» کړي دي. د هوايي بریدونو په لړۍ کې چې له نیمې شپې وروسته پر استوګنیزو سیمو شوي، د حاروف په ګډون څو ښارګوټي په نښه شوي چې یوازې په حاروف کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي دي. دا د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د سیمه ییزې جګړې د درولو له هوکړې وروسته تر ټولو خونړي بریدونه وو.
بلخوا، د اسرائیل پوځ د جمعې په ورځ وویل چې په جنوبي لبنان کې یې څلور سرتېري وژل شوي دي. دا د هوکړې له لاسلیک وروسته د هغوی لومړنۍ مرګ ژوبله ده.
دا خبر وروسته له هغه خپور شو چې پوځ وویل دوی په ټول جنوبي لبنان کې پر حزب الله بریدونه کړي، ځکه د دوی په وینا یادې ډلې په مکرر ډول «اوربند نقض کړی و.»
د وروستیو رسمي ارقامو له مخې، اسرائیل د مارچ له دویمې راهیسې پر لبنان بمبارۍ پیل کړي چې له امله یې ۳،۹۱۲ کسان وژل شوي، ۱۱،۸۷۳ ټپیان شوي او تر یو ملیون ډېر نور بې ځایه شوي دي.
اسرائیل لا هم د جنوبي لبنان ځینې سیمې په اشغال کې ساتلي دي؛ ځینې یې له لسیزو راهیسې او ځینې نورې یې له وروستي تېري راهیسې. اسرائیلي ځواکونو د خپل وروستي یرغل پر مهال د لبنان په خاوره کې له ۱۰ کیلومترو څخه ډېر پرمختګ کړی دی.





















