د امریکا د عدلیې وزارت په یوه حقوقي سند کې راغلي چې د xAI شرکت 'ګروک' ماډل د 'پروژې میوین' لاندې د پنټاګون د هدف ټاکلو له عملیاتو سره مرسته کړې، چې دا مصنوعي ځیرکتیا د ایراني هدفونو پر وړاندې د امریکا له چټکو پوځي بریدونو سره تړي.
د امریکا حکومت په یوه حقوقي بریفینګ کې افشا کړې چې د ایلن ماسک د مصنوعي ځیرکتیا وسیله 'ګروک' پر ایران په بریدونو کې کارول شوې ده.
د جون د ۱۵مې نېټې دا حقوقي لنډیز د هغو ګازي توربینونو دفاع کوي چې د تریلیونر ایلن ماسک د xAI شرکت پورې اړوند یو لوی ډېټا سنټر (معلوماتي مرکز) کې کارول کیږي، کوم چې د چاپیریال ساتنې په اړه د یوې دعوې هدف ګرځېدلي دي.
په دې لنډیز کې، چې د سه شنبې په ورځ AFP خبري اژانس لیدلی، د امریکا د عدلیې وزارت استدلال کړی چې دا دعوه "د مصنوعي ځیرکتیا د نوښت لپاره د بریښنا رسولو په بندولو سره د امریکا ملي، اقتصادي او انرژي امنیت ګواښي، ځکه چې دا نوښت د جګړې وزارت له پوځي عملیاتو ملاتړ کوي."
د دې استدلال د پیاوړتیا لپاره، فدرالي څارنوالانو د پنټاګون د مصنوعي ذهانت د مشر، کامرون سټینلي، شهادت وړاندې کړ چې په هغه کې نوموړي تر لوړې لاندې ویلي چې ګروک لا دمخه په 'پروژه میوین' کې کارول کیږي؛ دا د امریکا د پوځ د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته د هدف ټاکلو پروګرام دی چې په پیل کې د انتروپیک (Anthropic) شرکت د 'کلاډ' (Claude) ماډل لخوا اداره کېده.
د سټینلي په وینا کې راغلي چې د دې پروژې د میوین سمارټ سیسټمونو "امریکايي ځواکونو ته دا توان ورکړ چې د 'ایپیک فیوري'عملیاتو په ترڅ کې په ۹۶ ساعتونو کې پر ۲۰۰۰ ځانګړو هدفونو باندې له ۲۰۰۰ څخه ډېر مهمات وکاروي."
سټینلي د ماسک د ټکنالوژۍ او "د عملیاتي موثریت د پام وړ زیاتوالي ستاینه وکړه چې د ګروک د دولتي ماډل له امله ممکن شوی دی."
NAACP، چې د تور پوستو امریکایانو د حقونو د دفاع یو سازمان دی، پر xAI دعوه کړې او تور یې پرې پورې کړی چې لسګونه توربینونه له جواز پرته چلوي چې دا د 'پاکې هوا قانون' څخه سرغړونه ده. دغه سازمان وایي چې دا توربینونه هغه سیمې ککړوي چې ډېری اوسېدونکي یې تور پوستي دي، خو xAI وایي چې دا توربینونه موقتي او د لېږد وړ دي، نو ځکه د مقرراتو تابع نه دي.
د فبرورۍ په پای کې، حکومت له انتروپیک شرکت سره خپل قراردادونه وروسته له هغه لغوه کړل چې دغه شرکت اجازه ورنکړه چې وسیلې یې د بشپړ خپلکارو (اتومات) بریدونو یا د امریکایانو د ډله ییزې څارنې لپاره وکارول شي. له دې وروسته پنټاګون د انتروپیک سیالانو لکه ګوګل، OpenAI او xAI ته مخه کړه ترڅو د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
په ګوګل کې، تر ۶۰۰ ډېرو کارمندانو له شرکت څخه وغوښتل چې د محرمو عملیاتو لپاره پوځ ته مصنوعي ځیرکتیا چمتو نه کړي. نورو بیا د مصنوعي ځیرکتیا د ګواښونو په اړه پراخې اندېښنې راپورته کړې دي.
مصنوعي ځیرکتیا ته د امریکا د پوځ لېږد وخت نیسي، او په مارچ کې حکومت دا ومنله چې 'کلاډ' لا هم د ایران په جګړه کې کارول کیده.
د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې متحد، ایلن ماسک په فبروري میاشت کې xAI شرکت د خپل فضا لټونې شرکت SpaceX سره یوځای کړ، چې د جون په ۱۲مه یې په تاریخ کې تر ټولو لویه عامه ونډه (IPO) وړاندې کړه.























