تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
ناټو په تورکیه کې د ایټالیوي توغندیز دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کولو سره د تورکیې هوایي ډال پیاوړی کوي
د تورکیې دفاع وزارت اعلان کړی چې ناټو غواړي د دغه هېواد په مرکزي ولایت قونیه کې د ایټالیا د SAMP-T توغندیز دفاعي سیسټم په ځای پر ځای کولو سره د تورکیې هوایي دفاعي دریځ پیاوړی کړي.
ناټو په تورکیه کې د ایټالیوي توغندیز دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کولو سره د تورکیې هوایي ډال پیاوړی کوي
ناټو په تورکیه کې د ایټالیوي توغندیز دفاعي سیسټم د ځای پر ځای کولو سره د تورکیې هوایي ډال پیاوړی کوي

ایټالیا به د تورکیې په مرکزي برخه کې یو پرمختللی هوایي دفاعي سیسټم ځای پر ځای کړي، ځکه چې دا ټلواله (ناټو) د سیمه ییزو امنیتي ګواښونو له زیاتوالي سره سم خپله سویل ختیځه څنډه پیاوړې کوي.

د تورکیې دفاع وزارت اعلان کړی چې ناټو غواړي د دغه هېواد په مرکزي ولایت قونیه کې د ایټالیا د SAMP-T توغندیز دفاعي سیسټم په ځای پر ځای کولو سره د تورکیې هوایي دفاعي دریځ پیاوړی کړي.

وزارت د سې شنبې په ورځ وویل چې دا ګام د ناټو د دایمي دفاعي پلانونو په چوکاټ کې پورته کیږي او موخه یې د دې ټلوالې د ډله ییزو هوایي دفاعي وړتیاوو لوړول دي.

دا سیسټم چې د ایټالیا لخوا اداره کیږي، د قونیې په دریمه اصلي جیټ هوايي هډه   کې ځای به ځای شي، چې د تورکیې په مرکزي برخه  کې یو مهم پوځي مرکز دی.

د SAMP-T سیسټم چې په ګډه د فرانسې او ایټالیا لخوا جوړ شوی، له ځمکې څخه هوا ته د ویشتونکي توغندي یو ګرځنده سیسټم دی چې د جنګي الوتکو، ډرونونو، کروز توغندیو او ځینو بالستیک توغندیو په شمول د یو شمېر ګواښونو د مخنیوي لپاره ډیزاین شوی.

ناټو خپله سویل ختیځه څنډه پیاوړې کوي

ویل کیږي دا ګام   د روان کال په پیل کې په منځني ختیځ کې د جګړې له پیلېدو وروسته د سیمه ییزو ترینګلتیاوو د زیاتوالي په ترڅ کې پورته کیږي.

د راپورونو له مخې، د فبرورۍ میاشتې راهیسې په تورکیه کې د ناټو مېشتو ځواکونو په څلورو جلا مواردو کې له ایران څخه توغول شوي بالستیک توغندي شنډ کړي دي، چې دا د ناټو د سویل ختیځې پولې په اوږدو کې د مخ پر ودې امنیتي اندېښنو څرګندونه کوي.

دې ټلوالې لا دمخه د تورکیې په سویل کې د اینجرلیک  هوایي اډې ته د پیټریوټ (Patriot) توغندیو د یوې اضافي بیټرۍ په استولو سره په دغه هېواد کې خپل شتون پیاوړی کړی دی.

په اپریل میاشت کې انقرې ته د سفر پر مهال، مارک روټې ژمنه وکړه چې ناټو به د تورکیې په ګډون د خپلو ټولو غړو د دفاع لپاره "هر هغه څه چې اړین وي" ترسره کړي.

دا وروستی ځای پر ځای کول د ناټو د هغې سرمشریزې وړاندې ترسره کیږي چې ټاکل شوې د جولای په ۷مه او ۸مه د تورکیې په کوربه توب جوړه شي، او تمه ده چې سیمه ییز امنیت او ډله ییزه دفاع به د غونډې په اجنډا کې مهم ځای ولري.

 

وپلټۍ
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه
روسیې پر اوکراین له وژونکو بریدونو وروسته پر صومعې د برید تورونه رد کړل
د اسرائیلو اپوزیسیون د امریکا او ایران د هوکړې په اړه نتنیاهو "کمزوری او منزوي" وباله
انګلستان د ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لپاره د ټولنیزو رسنیو لاسرسی منع کړ
د پاکستان لومړي وزیر له امریکا سره د ایران په هوکړه کې  د ولسمشر اردوغان د قوي ملاتړ مننه وکړه
پاکستان کې د پولیس په ډزو کې یوه استرالیايي ماشومې ژوند د لاسه ورکړ او د هغه پلار او ورور ټپیان شول
اسرائیلي اشغالګرو په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې موټرونه وسوځول او په يو جومات یې برید وکړ
په اوکراین کې د روسیې د بریدونو له امله لږ تر لږه ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی
اروپايي ټولنه د اوکراین د غړیتوب غوښتنه مخته وړي، خو په مخکې یې ستونزمنه لاره ده
د امریکا په میسوري ایالت کې د یوې الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۱۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.