منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران د دوو امریکايي جنګي الوتکو او یوې جنګي چورلکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
د امریکایي رسنیو په وینا، ایران لومړی یوه F-15E جنګي الوتکه را وغورځوله او بله الوتکه یې د نسکورې شوې الوتکې د عملې د ژغورنې پر مهال وویشتله.
ایران د دوو امریکايي جنګي الوتکو او یوې جنګي چورلکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
ایران د دوو امریکايي جنګي الوتکو او یوې جنګي چورلکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی / Reuters
21 ساعته مخکې

د «نیویارک ټایمز» د راپور له مخې، د خلیج په سیمه کې د امریکا د هوايي ځواک یوه دویمه جنګي الوتکه هم ویشتل  شوې ده. ورځپاڼې د دوو امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې یوازینی پیلوټ په خوندي ډول ژغورل شوی دی. چارواکو ویلي چې د A-10 وارټ هوګ (Warthog) بریدګره الوتکه د جمعې په ورځ د هرمز تنګي ته نږدې د ویشتل شوې لومړنۍ اف ۱۵ ډوله الوتکې د عملې د ژغورنې د عملیاتو پر مهال ویشتل شوې ده.

ایراني رسنیو هم راپور ورکړی چې یوه امریکایۍ هیلیکوپتر چې د نسکورې شوې الوتکې د پیلوټ د لټون او ژغورنې په عملیاتو کې یې برخه درلوده، د یو توغندي په واسطه ویشتل شوې ده. نیمه دولتي خبري اژانس «مهر» ویلي چې دغه هیلیکوپتر د هغه پیلوټ د لټون په عملیاتو کې بوخته وه چې ایران ویشتلې وه. اژانس د نسکورې شوې هیلیکوپتر انځورونه خپاره کړي، خو د ځاني تلفاتو یا د پېښې د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

خو «نیوز مکس» راپور ورکړی چې امریکايي بلک هاک (Blackhawk) هیلیکوپتر د ایران لخوا ویشتل شوې، مګر د ایران له هوايي حریم څخه په وتلو بریالۍ شوې ده. د راپور له مخې، یو پیلوټ ژغورل شوی او تر درملنې لاندې دی، خو د دویم هغه په اړه معلومات نشته.

د امریکايي جټ الوتکې راغورځول

وړاندې امریکايي رسنیو راپور ورکړی و چې یوه امریکايي جټ الوتکه د ایران لخوا راغورځول شوې او امریکايي ځواکونو د هغې یو افسر (میجر) ژغورلی دی. «اکسیوس» او «سي بي ایس نیوز» د ناڅرګندو سرچینو په حواله ویلي چې د الوتکې له دوو غړو څخه یو یې د امریکايي ځانګړو ځواکونو لخوا ژغورل شوی، خو د دویم کس لپاره لټون دوام لري.

د «نیویارک ټایمز» او «وال سټریټ ژورنال» په وینا، دغه الوتکه F-15E وه. سي این این (CNN) هم ویلي چې د ویجاړې شوې الوتکې د انځورونو تحلیل ښيي چې دا F-15 الوتکه ده، نه F-35 لکه څنګه چې ایراني رسنیو ادعا کوله. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ سي این این ته تایید کړې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د ایران ادعاوې

تر دې وړاندې د ایران سپاه پاسداران  ادعا کړې وه چې د هېواد په مرکزي برخو کې یې یوه امریکايي F-35 الوتکه راغورځولې ده. ایراني دولتي ټلویزیون اعلان وکړ چې هر څوک چې پیلوټ ژوندی ونیسي او چارواکو ته خبر ورکړي، جایزه به ورکړل شي. د «فارس» خبري اژانس وویل چې نظامي ځواکونو د هغه پیلوټ د موندلو لپاره عملیات پیل کړي چې الوتکه یې د هوايي مدافعې سیسټم لخوا ویشتل شوې وه.

د سیمې وضعیت

په منځني ختیځ کې کړکېچ وروسته له هغه زیات شو چې اسرائیل او امریکا د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه وکړل. ایران په غبرګون کې پر اسرائیل، اردن، عراق او د خلیج پر هغو هېوادونو چې د امریکا نظامي اډې پکې دي، د ډرون او توغندیو بریدونه کړي چې له امله یې ځاني او مالي زیانونه اوښتي او نړیوال بازارونه او هوايي چلند یې ګډوډ کړی دی.

 

وپلټۍ
د حماس یو پلاوی د غزې د اوربند په اړه د خبرو لپاره مصر ته تللی دی
د ټرمپ 'روحاني سلاکاره' له عیسی مسیح سره د ټرمپ د پرتله له امله له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده
پاکستان وايي د جګړې د پای ته رسولو  انتخاب د افغانستان په لاس کې دی
ایران وايي د هرمز تنګی د 'نړۍ' پرمخ خلاص مګر 'دښمنانو' پرمخ تړلی دی
ملګرو ملتونو په لبنان کې د اسرائيلو د بریدونو په اړه تحقیقات پیل کړل
اسرائيلو د اوربند په وروستیو سرغړونو کې د غزې په ختیځه برخه کې بمباري کړې او ودانۍ یې ویجاړې کړې دي
پاکستان او افغانستان په چین کې د جګړې د ختمولو لپاره خبرې پیل کړې دي
په اندونیزیا کې د  ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې له امله  یو تن ژوند د لاسه ورکړی
لبنان: د اسرائيلو بریدونو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۰ نور کسان وژلي دي
د امریکا سفارت په بغداد کې د نږدې بریدونو د خطر له امله له امریکایانو وغوښتل چې له عراقه ووځي
ایټالیا د لامپیدوسا ټاپو ته نږدې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ګڼشمیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی
ایران پر اسرائیل د توغندیو پراخه بریدونه کړي
د بریتانیا لومړی وزیر سټارمر: د ایران جګړه د بریتانیا جګړه نه ده
اردوغان: اسرائیل له ایران سره د "غیرقانوني جګړې" اصلي مسؤل دی
پاکستان او افغانستان په چین کې د خپلمنځۍ روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې کوي