په اندونیزیا کې د ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې له امله یو تن ژوند د لاسه ورکړی او د سونامي خبرداری ورکړ شوی
د مولوکا سمندر کې د ۷.۴ درجې زلزلې له امله په سیمه کې د سونامي خبرداری ورکړل شوی او چارواکي د تلفاتو د تایید او ودانیو ته د اوښتو زیانونو په ارزونه بوخت دي.
د پنجشنبې په ورځ وختي د اندونیزیا په ختیځ کې د مولوکا سمندر په شمالي برخه کې د ریښتر په کچه د ۷.۴ درجې یوې زورورې زلزلې لږترلږه یو تن وژلی او په سیمه کې یې د سونامي خبرداری رامنځته کړی دی.
د انتارا نیوز په حواله، دغه مړینه په ماناډو ښار کې راپور شوې ده. د اندونیزیا میټرو ټلویزیون ویلي چې قرباني د ودانیو د چپه کیدو امله وژل شوی، او په خپرو شویو ویډیوګانو کې په سیمه کې ویجاړې شوې ودانۍ ښکاري.
د امریکا متحده ایالاتو د سونامي خبرداري سیسټم ویلي چې د زلزلې له مرکز څخه تر ۱۰۰۰ کیلومترۍ پورې د سمندري څپو د راپورته کیدو احتمال شتون لري، چې ښايي د اندونیزیا، فیلیپین او مالیزیا ساحلونه اغیزمن کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د جیولوژیکي سروې ادارې له مخې، دغه زلزله د ۳۵ کیلومتره په ژوروالي کې شوې او مرکز یې له تیرناټ ښار څخه شاوخوا ۱۲۷ کیلومتره لیرې شمال-شمال لویدیځ ته و. دغه ښار له ۲۰۵۰۰۰ څخه ډیر نفوس لري.
د لټون او ژغورنې عملیات روان دي
د اندونیزیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې مشر عبدالمهاري وویل چې په شمالي سولاویسي کې د ماناډو او بیټونګ او په شمالي مولوکا کې د تیرناټ ښارونو ټیمونه ودانۍ ګوري او د نورو احتمالي تلفاتو په اړه پلټنه کوي. مهاري د اسټرالیا ABC خبري شبکې ته وویل: "موږ لا هم د تلفاتو د کره شمیر او په هر ځای کې د زیانونو په اړه معلومات راټولوو." هغه زیاته کړه چې ټیمونه یې لا هم په ساحه کې په کار بوخت دي.
په ماناډو کې یوې اوسیدونکې وویل چې خلک له ویرې له خپلو کورونو وتلي دي. که څه هم د هغې په سیمه کې کوم ښکاره زیان نه و، خو له الماریو شیان رالویدلي او بریښنا پرې شوې وه.
د تیرناټ او ټیډور په ګډون په څو سیمو کې چارواکو له اوسیدونکو وغوښتل چې د احتمالي وتلو (تخلیې) لپاره چمتووالی ونیسي.
اندونیزیا د ارام سمندر د "اور په کړۍ" (Ring of Fire) کې موقعیت لري، چې دا یوه له زلزلو ډکه سیمه ده او د ځمکې د ټیکټونیک پلیټونو د یوځای کیدو له امله پکې ډیری وخت زلزلې او اورغورځونکي فعالیتونه رامنځته کیږي.










